کور / د ډيورنډ کرښه / ځايي خلګ: په قبائلو کي پاکستانی پوځ ناامنۍ ډېروي، په شخصي کاليو کي پوځيان فعاليتونه کوي

ځايي خلګ: په قبائلو کي پاکستانی پوځ ناامنۍ ډېروي، په شخصي کاليو کي پوځيان فعاليتونه کوي

د خيبر پښتونخوا د قبائلي سيمو خلګ وايي، چي په سيمو کي ئې يوځل بیا طالبانو سر راپورته کړی دی او په ښکاره د خلکو څخه پيسې اخلي او هغوی تنګوي.

که څه هم له وخته په دغه سيمو کي د پاکستاني استخباراتو ملاتړي طالبان موجود دي، خو اوس ئې فعاليتونه د پخوا په پرتله ډېر سوي دي او په رڼا ورځ پر سړکانو باندي خلګ تلاښي کوي او د هغوی څخه باج اخلي.

د عوامي نېشنل گوند د پښتونخوا صوبې جنرل سېکرټري سردار حسېن بابک ویلی دي چي په بونېر کي یو ځل بیا وسله وال طالبان فعاله سوي دي.

خلکو نه په زوره پېسې اخلي او ده ته یې دړکي ورکړي دي چي د خپل کار نه دی ودرېږي.

نوموړی وايي:” دغه وسله وال د بره بونېر په ایلم غاړه، کلېل،پیربابا،پاچا، بلوخان، بټۍ او د گدېزۍ تحصیل په اکثره برخو کي گشتونه کوي، په دکانونو کي سوداگانې کوي د خلکو څخه په زوره پېسې اخلي چي له وجې یې په خلکو کي وېره خپره سوې ده “

بل خوا د سيمي خلګ وايي، چي په ښکاره ورځ د پوځيانو د پوستو سره نژدې وسلوال ګرځي او د پوځ لخوا کوم غبرګون نه ښودل کيږي.

د کارپوهانو په نظر پاکستانی رياست غواړي چي د پي ټي ايم د فعاليتونو له ويري په سيمه کي نا امني رامنځ ته کړي او په دې سره خلګ د پښتون ژغورني غورځنګ د ملاتړه ليري کړي او هغوی پرې نه ږدي چي خپل حقوق ترلاسه کړي