کور / راپور / هند وايي، د پاکستان هر ګام ته به جدي ځواب ورکړو، موږ کومه اندېښنه نه لرو

هند وايي، د پاکستان هر ګام ته به جدي ځواب ورکړو، موږ کومه اندېښنه نه لرو

د هند د پوځ مشر بپين راوت وايي، چي د پاکستان له خوا د هرډول ګواښ پر وړاندي چمتووالی لري او دده په خبره د هر کرکجن ګام به ئې بې ځوابه پاتي نه سي.

بپين روات تېره ورځ هندي رسنيو ته په خبرو کي وويل، چي دوی  د پاکستانۍ غاړي کشمير باندي نظر ساتلی دی او هلته د پاکستاني پوځ د دېره کېدلو په هکله خبرداری لري.

خو نوموړی وايي، چي په دې کي د تشويش کومه خبره نسته او موږ په بشپړه توګه تيارسي حالت کي يو او د پاکستاني لوري مو تراوسه موږ کومه اندېښنه نه ده احساس کړې.

د هند د پوځ مشر زیاته کړه: “تر هغه ځایه چي د پوځ خبره ده او د خدماتو خبره ده، که چیرته څه غلط پیښیږي، نو مونږ همیشه آماده یو.”

جنرال راوت دا هم وویل چې د تشدد د نه رامنځته کیدو انتخاب د پاکستان په لاس کې دی.

د هند او پاکستان ترمنځ حالات وروسته له هغه ترينګلي سوه چي هند د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړل او دغه سيمه ئې په بشپړه توګه د هند د اساسي قانون لاندي راوستل.

د هند ددې کار په غبرګون کي پاکستان سخت وپارېدی او له نړيوالو ئې وغوښتل چي د کشمير په مسله کي مداخله وکړي.

د پاکستان د سخت غبرګون په ځواب کي هند وويل، چي پاکستان دي نور خلګ نه بې لاري کوي او د نورو په کورنيو چارو کي دي لاسوهنه بنده کړي.