کور / راپور / بنو کي يو نفر د موسيقي اورېدلو پرسر څلور کسان وژلي دي

بنو کي يو نفر د موسيقي اورېدلو پرسر څلور کسان وژلي دي

په بنو کي يو نفر د لوړ ږغ موسيقي اورېدلو له امله د يوې کورنۍ څلور کسان وژلي دي او خپله قاتل له سيمي څخه تښتېدلی دی.

دا پېښه تېره ورځ د بنو په ميرخېل سيمه کي وروسته له هغه رامنځ ته سوه، چي کله په يو کور کي په لوړ ږغ موسيقي خپرېدل او د کور ګاونډي ددغه خلګو څخه غوښتنه کړې وه چي د سندرو اوز کرار کړي، خو هغوی دده غوښتني ته پاملرنه ونه کړه.

وروسته دغه نفر د هغوی کور ته ننوتی او پر هغوی ئې بې درېغه ډزي وکړې، چې په پايله کي ئې څلور نفره ووژل سول او دوې ښځي ژوبل سوې.

ژوبل ښځي روغتون ته انتقال سوي دي او قاتل له سيمي څخه تښتېدلی دی.