کور / تازه خبرونه / سرچينې د طالبانو د مهيم نظامي مشر د وژلو ادعا کوي

سرچينې د طالبانو د مهيم نظامي مشر د وژلو ادعا کوي

امنیتي سرچینې وایي د طالبانو د دفاع وزیر صدر ابراهیم د کندهار د خاکرېز او شاولیکوټ ولسوالیو ترمنځ د بوم په دښته کي له خپلو لسو ملګرو سره وژل سوی.
ویل کېږي، چي هغه په لوی اختر کي هلمند ته راغلی وو، خو نن په بایفور موټر کي پاکستان ته پر لار وو، چي بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کي وویشت.
صدر ابراهیم، چي په قوم الکوزی وو، د هلمند د ساروان کلا اوسېدونکی وو او د طالبانو په حکومت کي د نظامي کمېسیون رئيس وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

صديق الله افغان

.