کور / شعر / نظم / افغانستانه!

نظم / افغانستانه!

د افغانستان د سلمي کليزي په وياړ

شاعر :  حفيظ الله ياد

 

کاينات يې

ته هم هغه غزېدونکی کاينات يې

چي يوه ورځ تر ابله لا پراخېږي

لمر راخيږي پر پامير او پر پامير مري

په لمن کښې دي سُهېل شمال ځاييږي

ته آسمان يې

ته هم هغه شين آسمان يې او ولاړ يې

چي په سوري دي نړۍ په مخه درومي

د دې ځمکي پر هر کاڼي دي نظر دی

دلته هر څه ستا له سترګو آرام مومي

ته يې ځمکه

ته د خاوري په اتلس کښې پټه ځمکه

پر پسته سينه دي موږ درومو بې باکه

او په نس کښې دي کرو د غنم توخم

را کوې هر څه تر وسه، زموږ تر واکه

ته ملت يې

ته هغه د قُرآني ملت تصوير يې

ته ملت د “بقره” او “العمران” يې

ته هغه د يوناني “سټرابو” ملت يې

له آمو تر آباسينه چي ودان يې

آريانه يې

تر عيسی وړاندي دوه نيم زره کلونه

د آمو د شمالي غاړي کوچي يې

چي شوې ډېر، د هندوکوش لمن کښې مېشت شوې

د لرغوني “ويد” لرغونی “ريګ ويدي” يې

اوېستا يې

ته ثبوت يې د زر دوه سوه کلونو

لا هم مخکي د عيسی تر زېږېدني

په دې دور کښې “يمه” سوې بلخ دي ښار کړ

دې جوړښت کښې لا هم توئ نه شولې ويني

ته زرتشت يې

ته زرتشت يې او سکروټي دي خورک دی

ته د اور له سرو لمبو سره اشنا يې

ته د شپې د “ګډ اتڼ” د منځ لمبه يې

د کوچۍ پر سپينه زنه “سواستيکا” يې

ته بودا يې

ته بودا يې د باميانو په غوځي کښې

پېغمبر يې پېغمبر د لر او بر يې

پرواه نشته که پنجاب دي وزر مات کړل

د پخوا نه اوس سو چنده زورَوَر يې

ته خو مور يې

ته خو مور يې ته د مور د ميني پای يې

ته د عشق د معنوييت سره تماس يې

سپېلنۍ يې د “غني لېوني” سر ته

ته هغه د “ويليم کوپر” احساس يې

ته جنت يې

ته جنت يې د مستۍ د کندي بېخ يې

بېګانه يې يه له حرامه، ستر حلال يې

ته له يار سره يو جاوېدانه عشق يې

ته ديدار يې، ته ګفتار يې، ته وصال يې

ته دوزخ يې

ته د هر دَور ناولو اِرادو ته

که سکندر وي، که مغل وي، که چنګېز وي

سرې لمبې يې د دوزخ د سرو ډبرو

که فارس، که پنجابی وي، که انګرېز وي

ته نوروز يې

ته بېرغ د افتخار يې او هسکېږې

د مزاري د سخي بابا و سر ته

د “يختر” د خوشحالۍ وړانګې دي رسي

له ياغي اُم البلاده و خېبر ته

ته خو عشق يې

ته په اوښکو لمبېدلې سُچه مينه

ته آدم يې، ته حوا يې ته جنون يې

تا کښې بله لاره نسته بې له اوره

د ډېوې او د پتنګ د منځ تړون يې

انتقام يې

چي فناه درځخه غوښتې “سکندر” ده

ته څپه د انتقام د سمندر يې

د قېصرِرُوم مرګی يې نه ورکېږې

ته “نېسس” يې، هم هغه تېره خنجر يې

ته مېوند يې

ته مېوند يې، ته يې ورته له جهانه

ته ميوند يې، په ټپو باندي مستېږې

ته کفن د زلفو تار باندي ګنډی شې

ته غېرت او ته احساس باندي پوهېږې

ته چونغر يې

ته چونغر يې د افغان غرور مثال يې

د “لايق” د ترانو اوچت چونغر يې

د “لېوال” د حماسو د تخم ځړې

د همت او حوصلو اوچت چونغر يې

ته سالنګ يې

ته هم هغه د فولاد وجود سالنګ يې

په ځيګر کښې دي ښخ کړي خنجرونه

چي تر څو دي تر سينه افغانان وځي

تا يه لنډ کړلو په غېږه کښې مزلونه

ته ښايست يې

د کېلاش او د پامير د پېغلي حسن

ښاپېرۍ د “کوه کاف” يې پښتنه سوې

ته د خدای د حُسن نور يې پر دې خاوره

ته د “وحدتُ الوجود نظر” خاکه سوې

ته يو يون يې

ته مزل يې، ته تکل يې، او ته يون يې

د خپل ځان، له خپل پرېدي څه د ژغورلو

او يو کار بل مقدص دی درته ګوري

د آمو او آباسين پېوستولو

ته کافر يې

ته کافر يې، ته کافر سچه کافر يې

د هيڅ امر له منلو، په سر وړلو

له خپلواک غروره ډکه ککرۍ يې

په ټټر به غښي وړې تر واک ساتلو

ته اتل يې

ته اتل، ته دي تل يې، ته به تل يې

ته ريښتونی ملت پاله د ملت يې

ته د ټول افغان اولس شيريک ميراث يې

ته د ستړو وطن پالو محبت يې

ته کابل يې

د تل پاته ژوند جامونه دي تش کړي

ته کابل يې نه زړېږې، نه ورکېږې

که سپين پوښو مزدورانو هر څو وران کړې

لا ځلېږې، لا جګېږې، لا جوړېږې

آباسين يې

د اټک پُل دي په ننګ باندي ولاړ دی

له افغان احساسه اېښې آباسينه

ته يې ټاک د هندوستان او افغانانو

د رنجيت د نسل وړل  پر تا دي سپينه

ته غورځنګ يې

ته سکروټه د غورځنګ يې په اېرو کښې

ته څيرې د تخم نس او ترې را وځې

ته يو راګ د انقلاب يې اوس به سور شې

د دې خاورې پر هر غوږ باندي پرېوځې

ته آزاد افغانستان يې

ته يوه پېړۍ لرغونی ستر هېواد يې

ته مي عشق يې، ته مي ځان يې، ته جانان يې

ستا بيرغ دي تر قيامته پاس رپېږي

ته آزاد او يو خپلواک افغانستان يې

پای