کور / سياسي / پاکستان دې د هند په مسایلو کې افغانستان نه ښکېلوي

پاکستان دې د هند په مسایلو کې افغانستان نه ښکېلوي

ليکنه: ايمل پياوړی

پښتو متل دی وایي چې د اوښ په وري زور نه رسېده، نو په موړه یې خوله لګوله. پاکستان چې د هند پر وړاندې بې وسه دی، نو وخت ناوخته خپله غوسه په افغانستان سړي، ځکه تېر ځل چې د پاکستان او هند تر منځ کشمکش پیل شو او هندي طیارو په پاکستان خاوره بمي بریدونه وکړل، نو پاکستان هند ته د افغانستان الوتنې له خپلې فضا بندې کړې.

پاکستان ته د ولسمشر غني له سفر وروسته توقع وه چې اړیکې به ښې او نورمال شي، ځکه پاکستاني مقاماتو بیا بیا عذرونه او ننواتې کولې او د نړیوال فشار د کمولو لپاره یې داسې ښودله چې دوی ګواکې د ښو او نورمالو اړیکو غوښتونکي دي، خو ولسمشر غني یې نه ورسره مني، مګر د سولې مشورتي لویې جرګې په غوښتنه چې ولسمشر غني پاکستان ته سفر وکړ له هغه وروسته هم الوتنو ته اجازه ورکړل شوه او هم د واګه بندر لاره د افغان تاجرانو په مخ خلاصه شوه، مګر له تېرې یوې اونۍ راهیسې چې د هند او پاکستان تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې، نو پاکستان یو ځل بیا غواړي چې خپله غوسه په افغانستان سړه کړي.

د کشمیر په مسله باندی د پاکستان په پارلمان کې د سیاسی مخالفی ډلی مشر شهباز شریف د پاکستان لمړی وزیر عمران خان تورن کړ چې د کشمیر پر سر یې له امریکا سره معامله کړی او وویل (دا څنګه معامله ده ؟ څنګه انصاف او څنګه فکر دی چې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو لپاره دی خوشحالي وشی ، او محفلونه دی جوړ شی خو کشمیر کې دی وینی توی شی ، نه ! دا کار موږ ته د منلو وړ ندی) چې وروسته له هغه د پاکستان په ډیرو سیمو کې د هندوستان پر ضد مظاهری وشوی او د مودی عکسونو ته یې اور واچاوه .

د شهباز شریف له دغې وینا څخه د ګوتو په شمار ورځی تیریږی خو تیره ورځ د افغانستان په مختلفو سیمو کې ډیر انتحاری حملي او جګړی وشوی چې یوازی په کابل کې د طالبانو په برید کې ۱۵۰ کسان ټپیان شول او تر ۱۶ کسانو پکې شهیدان شول .

باید اوس امریکا او په افغانستان کې میشت نړیوال قووتونه پدی پوه شوی وی چې په افغانستان کې اوسنی جګړه د پاکستان له خاوری او په خاصه توګه پاکستانې سیاسیونو له خوا تنظیمیږی او طالبان له هغه ځای څخه هدایات اخلی او په افغانستان کې عام وژنه کوی .

له بلې خوا د پاکستان پالیسی دا ده چې له یوې خوا د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لړی ډیره ښه پر مخ روانه ده او له بلې خوا پاکستان غواړی چې د کشمیر مسله د افغانستان له مسلې سره وتړی تر څو کشمیر پاکستان ته ورکړي او په مقابل کې پاکستان امریکا ته طالبان حاضر کړی چې له افغان حکومت او امریکا سره سوله وکړی .

پاکستاني مقامات باید پوه شي چې افغانستان به هیڅ وخت د دوی دغسې وحشتونو او بې ځایه فشارونو ته تسلیم نشي او نه هم افغانستان په پروني موقف کې دی، نن افغانستان کرار کرار د پاکستان له انحصاره وځي، که پاکستان د واګې لاره تړي، نو افغانستان به منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاره وتړي او بیا به د پاکستاني مقاماتو شکایتونه، عذرونه او ننواتې ان تر ولسمشر غني او نړیوالو پورې ورسېږي. پاکستان دې له هند سره خپل مسایل په خپله حل کړي او په هغو کې دې افغانستان نه ښکېلوي.