کور / سياسي / امریکایان دې د سولې هڅې له افغان دولت سره همغږۍ او منسجمې کړي

امریکایان دې د سولې هڅې له افغان دولت سره همغږۍ او منسجمې کړي

ليکنه ګلرحمن رحماني

وروسته له هغه چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر د یوی ممکنه هوکړی لاسلیک وشوه په لمړیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټی پر سر ځینی اختلافات رامنځ ته شوه ، ځکه طالبانو ویل چې باید بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه د یو کال په موده کې ووځی خو امریکایانو ویل چې موږ له افغانستان څخه د دوه کلونو په وخت کې وزو خو د ځینو راپورونو پر اساس دغه اختلافات ختم شول او دواړه لوری د اتلس میاشتو په دوران کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر توافق ته رسیدلی .

وروسته له هغه چې دواړه لوری (امریکا او طالبان) یو ممکنه توافق ته ورسیدل زلمی خلیلزاد د سه شنبی په ورځ د هندوستان هیواد پر لوری وخوځید او هلته یې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو هندی چارواکو سره د افغان سولې په رابطه هر اړخیز معلومات شریک کړل ، دواړه لوری له دغو لیدنو څخه خوښ بریښیدل او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد ته ډاډ ورکړ چې هندوستان هیواد په افغانستان کې د سرتاسری سولې په راوستلو کې هر ډول ممکنه همکاری ته اماده ده تر څو له افغان حکومت او امریکا سره د سولې په برخه کې همکاری وکړی .

خو بل لور ته په همدی ورځ د مرکزی او جنوبی اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله الیس ویلز پاکستان ته تللی تر څو د امریکا او پاکستان د اړیکو او افغان سولې په ګډون په یو لړ مهمو موضوعاتو د بحث لپاره د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره وغږیږی .

ځینی اندیښنی دی چې د امریکا دغه دواړه استازی (الیس ویلز او زلمی خلیلزاد) هندوستان او پاکستان ته د ممکنه جنګ د ختمولو او د دی لپاره راغلی تر څو د کشمیر په مسله له دواړو هیوادونو سره جلا جلا خبری وکړی او دواړه هیوادونه یو توافق ته ورسوی .

په دې کې شک نشته چې په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکایي مقاماتو هڅې او منډې ترړې زیاتې شوې دي، مګر له دې سره د افغانانو اندېښنې هم زیاتې شوې دي، ځکه تر هغو چې افغان حکومت مستقیما د سولې په مذاکراتو کې ښکېل نه وي او له دوی سره په جزیاتو کې مشوره ونشي، نو افغانان حق لري چې د سولې پروسې په اړه هم شک وکړي او هم بې باوره اوسي، ځکه دوی سره دا اندېښنه ده چې د دوی په برخلیک او سوله باندې بیا کومه معامله ونشي.

داسې معامله چې خدای مکړه د یو بل ناورین پیل شي. افغانان نور د جنګ تاب نه لري او نه هم د وسله والو دلو د جنګونو، جنایتونو او وحشتونو د زغم تاب لري، نو په دې خاطر دې امریکایان له افغان دولت سره په همغږۍ او همکارۍ خپلې د سولې هڅې په باعزته او تلپاتې سوله متمرکزې کړي.