کور / سياسي / امریکا او طالبان په کومو موضوعاتو مخالفت لري ؟

امریکا او طالبان په کومو موضوعاتو مخالفت لري ؟

ليکنه: ګلرحمن رحماني

پداسی حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی (زلمی خلیلزاد) په افغان سوله کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو د پرمختګ خبره کوی خو بیا هم په ځینو موضوعاتو اخلافات شته چې اوږده بحث ته ضرورت لری .

په دوحه کې د طالبانو او امریکایې پلاوي تر منځ د خبرو اتم پړاو چې د شنبی په ورځ پیل شوه دواړه لوري تر دی دمه ډیر خوشحاله ښکاري او دواړو لورو هیله ښودلې چې د خبرو دغه پړاو د دواړو لورو (امریکا او طالبان) لپاره ګټور ده ځکه چې پدغه پړاو کې د زلمی خلیلزاد په وینا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو موافقه کیږی .

طالبانو چې له امریکا سره د خبرو په هر پړاو کې به یې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کاوه خو د ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ دواړه خواوی (طالبان او امریکا) دی توافق ته رسیدلې چې له افغانستان څخه به بهرنی ځواکونه وباسی خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ټاکلی نیټي پر سر لا هم اخلافات موجود دی .

له طالبانو د امریکا غوښتنی دا دی (لمړی) : باید په افغانستان کې عمومي اوربند وشی او که عمومی نه وی باید په هغو سیمو کې اوربند وشی چې امریکایې ځواکونه پکې حضور لری تر څو امریکایې ځواکونه له هغو سیمو څخه راووځی او یوه خوندی ځای ته راټول شی ، (دویم) : باید بین الافغانی خبری سملاسی پیل شی ، (دریم) : په تاوتریخوالی کې کموالی راشی ، (څلورم) : بیا د امریکایانو د وتلو موضوع ده چې په دوه کلونو کې به له افغانستان څخه ووځی .

له امریکایانو څخه د طالبانو غوښتنی دا دی چې موږ په افغانستان کې هغه وخت عمومی اوربند عملی کوه چې لمړی له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو پروسه پیل شی او له افغان حکومت سره د سولې اړوند خبري پیل کړی د یادونی وړ ده چې طالبانو په هغو سیمو کې چې امریکایان میشت دی د اوربند په اړه څه ونه ویل  .

د امریکا او طالبانو تر منځ د اختلافاتو دویم موضوع له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع ده ځکه طالبان پدی نظر دی چې باید امریکایان له افغانستان څخه د یو کال په موده کې خارج شی تر څو بین لافغانی خبرو ته لاره هواره شی خو امریکا پدی نظر ده چې موږ له افغانستان څخه د دوه کالونو په موده کې وتلي شو ځکه له یوی خوا زموږ تجهیزات او وسایل د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې حضور لری او له بلې خوا د یو کال په موده کې موږ خپل تجهیزات د بیرته انتقال لپاره نه شو اماده کولې ، خو د ځینو راپورونو پر اساس امریکا او طالبان له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو پر سر پر ۱۸ میاشتو صلاح شوی چې له افغانستان څخه به ټول بهرنی ځواکونه د ۱۸ میاشتو په دوران کې وځی او بعد له هغه به په ټول هیواد کې اوربند وی .

که د امریکایانو او طالبانو تر منځ په کړو توافقاتو اختلافات رامنځ ته شی تاوان یې چاته ده ؟

په لمړی سر کې که د امریکا او طالبانو تر منځ اختلافات رامنځ ته شی تاوان یې عامو افغانانو او حکومت ته ده ځکه امریکا به وایې چې موږ د ترهګرو د ختمولو لپاره په افغانستان کې پراته یو او طالبان به پدی بهانه په افغانستان کې جګړه او انتحاری حملي کوی او عام افغانان به پکې وژنی چې په افغانستان کې بهرنی ځواکونه حضور لری .

عامو افغانانو ته یې ځکه تاوان ده چې تحقیقاتو ښودلې چې په اوسنی جګړه کې د بهرنیو ځواکونو په پرتله عام افغانان او افغان حکومت ډیر زیان وینی او وژل کیږی .