کور / هراړخیز / افغانان په خپلواکۍ مئین دي

افغانان په خپلواکۍ مئین دي

ليکنه:مطیع الله سحر

د افغانانو لپاره داسې ډېرې کمې ورځې دي چې دوی یې راتلو ته لېواله دي او د راتلو لپاره یې هره دقیقه، هر ساعت او هره ورځ له ځان سره ورته حساب کوي چې کله به دا ورځ رارسېږي چې زمونږ د خوشحالۍ لپاره یوه پلمه جوړه شي او مونږ پکې خوشحاله واوسو. چې له هغو ورځو څخه یوه هم د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده چې شاه امان الله خان پوره سل کاله وړاندې له انګرېزانو څخه واخيستله او له همغې ورځې راهيسې ټول هیواد وال دا ورځ په ښو شاندارو مرسمو سره لمانځي،ځکه چې افغانان په خپلواکۍ مئین خلک دي. د همدغې مینې له امله تل د یرغلګرو پر وړاندې د سپر په توګه ودرېدلي او هغوی یې مات کړي او له هیواد څخه شړلي دي.

افغانان هر کال د خپلواکۍ ورخې راتګ ته لکه د اختر په څېر داسې خوشحاله وي، ځکه چې دا د افغانانو لپاره له ویاړونو ډکه ورځ ده. د دې ورځې د لمانځلو لپاره ټول هیوادوال د خپلې خوښۍ اظهارات کوي او سږکال چې د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده، نو په حکومتي او ولسي کچه ورته زیات تدابیر نیول شوي دي.

د هیواد خپلواکي د همدې هیواد د ټولو قشرونو او قومونو پرمټ بیا اخيستل شوې او د نړۍ  تر ټول ستر زبرځواک په خپل ککړ مخ څپېړه خوړلې ده، خو له بده مرغه چې له هغه وروسته په کورنیو جنګونو، یو د بل په تخریب پردیو ته د راتلو زمینه سازیو او په ټولو کې خپل منځي وژنو بوخت کړو، د دې ولس د اولادونو روزنې، تحصيل یافته کولو، مسلکي  کولو، د ټيکنالوژي په دور کې د ټیکنالوژیکو زده کړو، د خود کفايي هڅو او په خپلو پښو ولاړ هیواد لپاره مو هيڅ ونه کړل او برعکس مو خپل هیواد لوټ کړ. او دښمن ته مو د دې چانس په لاس ورکړ چې راشي په هیواد کې مو خپل واک تر سره کړي.

خو نور باید د یوه ويښ ملت په توګه ټولو شخړو، ناخوالو او بدبښتیو ته نه ووایو او د دې هیواد د هر اړخيزې خپلوکي اخيستلو او خوندیتوب لپاره تر خپل ټول توان پورې مبارزه او عالمانه چلند وکړو. د دې ټولو ناخوالو د له مينځه وړلو لپاره یوازې ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غني ده چې په دې سره فکر کوي چې څنګه دغه شته ناخوالې له مينځه یوسې. او د هیواد د راتلونکي نسل لپاره د یو ښه ژوند زمينه برابره کړي. په یوه ارامه فضا کې خپل درسونه ووايي او په راتلونکې کې د هیواد لپاره یو مثبت فکر وکړي. او دښمن ته بیا د دې چانس ورنکړي چې هغوی یې په هیواد کې لاس وهنه وکړي او خپلې برنامې دلته تر سره کړي.

هیواد وال مو هم تر پخوا اوس زیات هوښیار شوي دي پخوا به مو هیواد والو د دښمن په خبره ډېر ژر غولېدل څه به چې ورته دښمن وويل دوی به پرته له کوم فکر او سوچ کولو د هغوی خبرې منلې. خو اوس هغه شان ندي اوس چې څوک ورته کوم څه وايي له ډېرو فکرو او سوچونو کولو وروسته ورته ځواب ورکوي داسې ځواب چې هغه د هیواد او د ملت په ګټه وي.