کور / سياسي / امریکا او طالبان به توافق ته ورسیږی ؟

امریکا او طالبان به توافق ته ورسیږی ؟

ليکنه: ګلرحمن رحماني

هر کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبری شروع شوی دی نو دواړه لورو پر دغو موضوعاتو بحث کړی (په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلانول ، د بندیانو تبادله ، اوږد مهاله اوربند چې په پایله کې یې سرتاسری سوله راشی ، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابرول ، له امریکایې ځواکونو وروسته نورو هیوادونو ته له افغانستان څخه خطر نه پیښیدل) هغه موضوعات وه چې په اوه پړاوونو کې تکمیل نه شول خو ډیر افغانانو دا ځل خوښی وښودله چې امکان شته په ځینو مواردو هوکړه وشی .

کله چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د اتم پړاو خبري شروع کولی نو لمړی یې ځینی هیوادونو ته سفرونه وکړل  له هغه وروسته افغانستان ته راغی او له ډیر اوږده ځنډ وروسته د قطر پر لور روان شوه ، دلته په افغانستان کې یې له مختلفو اشخاصو سره لیدنه وکړه او د سولې په رابطه یې له هغو سره نظرونه تبادله کړل او د هغو اندیښنی یې رفع کړی چې په افغان سوله یې شک کاوه .

کله چې زلمی خلیلزاد د قطر په لور د اتم پړاو د خبرو د شروع کیدو لپاره روان شوه نو په ټویټرپاڼه یې ولیکل زه د قطر پر لور ځم خو په اسلام اباد کې به دمه ولرم په دوحه کې که طالبان خپل کار وکړی موږ خپل کار کوو او هغه هوکړه به پایلې ته ورسوو چې کار مو پری کاوه . یو بل ټویټ یې هم کړی وه او په هغه کې یې لیکلی وه کله چې د امریکا له لوری د افغانستان لپاره د سولې په برخه کې استازی ټاکل شوی یم د افغانستان لپاره می ډیر ګټور ګام پورته کړی اوس غواړم دغه سفر پای ته ورسوم .

پوښتنه دا ده چې ایا امریکا به کامیابه شی چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کینوی ؟

له یوی خوا په هغه ورځ چې زلمی خلیلزاد د قطر په طرف روان شوه د سولې په چارو کې د دولت وزارت وویل چې په افغانستان کې د سیاسی ، ټولنیزو او بیلابیلو قومونو څخه یو ۱۵ کسیزه پلاوی وټاکل شوه تر څو له ښکیلو اړخونو سره اړیکه ونیسی او د دولت مخالفین د سولې خبرو ته اماده کړی .

 له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملا عبد الغنی برادر په مشری د طالبانو مشرانو یو ګډ هیت اندونیزیا هیواد ته تللی وه او له اندونیزیایې چارواکو سره یې د افغان سولې په رابطه خپل نظرونه شریک کړی ، د اندونیزیا هیواد ته طالبان ځکه لاړل چې له یوې خوا یو اسلامی هیواد ده او له بلې خوا له داخلی جګړو څخه تازه راوتلی هیواد ده ، د جګړې په ګټه او تاوان پوه هیواد ده ، تر ټولو مهمه خبر دا چې هر څه د افغانستان او ولس د ښیګڼی لپاره کوی .

کله چې د ځینو رسنیو له لوری له افغانستان څخه د ۶ زره امریکایې فوځیانو د وتلو خبر ورکړ شوه نو ډیر افغانان او طالبانو خپله خوښی وښودله خو افغانانو پر طالبانو غږ وکړ چې امریکا له افغانستان څخه ۶ زره سرتیری باسی اوس ستاسو وخت ده چې په افغانستان کې اوربند وکړی تر څو په افغانستان کې د دایمی سولې لپاره بین الافغانی خبري وشی .

طالبانو ، امریکا ، افغان ولس او افغان حکومت خوښی ښودلې چې دا ځل په جګړه کې ښکیل او تر ټولو زیات زیانمن افغان ولس او اړخونه (امریکا ، نړیوال قووتونه ، طالبان ، افغان حکومت او افغان ولس) ټول پدی نظر دی چې باید په افغانستان کې اوسنی جګړه پای ته ورسیږی چې له یوی خوا به افغان ولس په امن او وروری کې ژوند وکړی او له بلې خوا به په هیواد کې ترقې او امن راشی .