کور / #PTM / محمود خان اڅکزي پر پښتنو د لويي جرګې د جوړولو ږغ کړی دی

محمود خان اڅکزي پر پښتنو د لويي جرګې د جوړولو ږغ کړی دی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پښتنو باندي ږغ کړی چي د خپلو حقونو د غوښتني لپاره دې لويه جرګه راوبلي.

نوموړي پرون د اګسټ پر ۱۴ نېټه په خپل پلرني ټاټوبي ګلستان کي خلګو ته د وينا پر مهال وويل، چي د پاکستان د ازادۍ ورځ پښتانه نه لمانځي، ځکه دلته چي پر پښتنو کوم ظلمونه سوي دي د هغه حد نسته او دا ټول د پاکستاني رياست لخوا ورسره سوي دي.

نوموړي وويل، چي د روانو ظلمونو څخه د خلاصون لپاره بايد پښتانه يوه جرګه راوبلي او د هغې لاري خپل ږغ د نړۍ ټولو برخو ته ورسوي.

ښاغلي اڅکزي دا هم وويل، چي دلته د پنجاب لپاره امتيازات ډېر دي او پښتانه د هغوی لپاره قرباني کېږي.

نوموړي د پي ټي ايم په ملاتړ وويل، چي د پښتنو د حقوقو لپاره د پښتون ژغورني غورځنګ ترټولو ښه اواز اوچت کړی دی او بايد د هغوی ملا وتړل سي.