کور / راپور / وزيرستان کي د پاکستان د جوړېدو ورځ د توري ورځي په نوم ياده سوه

وزيرستان کي د پاکستان د جوړېدو ورځ د توري ورځي په نوم ياده سوه

تېره ورځ د پاکستان د جوړېدو ورځ وه، چي په وزيرستان کي دا ورځ د توري ورځي په نوم ونومول سوه او دا د پښتنو د تاريخ کرغېړنه ورځ ياده سوه.

د قبائلي سيمو پښتانه وايي، چي دوی به د پاکستان د جوړېدلو ورځ د پښتنو د تاريخ د تر ټولو بدي ورځي په توګه يادوي، ځکه په دې ورځ د پښتنو د ټولوژني، ځورولو او نسل وژني هڅي پيل سوې.

وزيرستاني پښتانه چي د زرګونو کلونو برم او تاريخ لري اوس د پنجاب له خوا د ظلمونو او سختو وحشتونو سره مخ دي.

د شمالي وزيرستان يو اوسېدونکی رحيم داوړ وايي، زه به څنګه د پاکستان د جوړېدو د ورځي جشن ولمانځم، په داسي حال کي چي هغوی زما خويندي او وروڼه راووژل، کور ئې را وران کړ او زموږ عزت او برم ئې تر پښو لاندي کړ!

ښاغلی داوړ وايي:  “زموږ په سيمه کي هدفی وژنې او د وسله والو فعالیتونه زیات سوي دي، د شپې په تیاره کي خلک په خپلو کورونو کي د نامعلومه کسانو لخوا وژل کيږي او کله  چي په سیمه کي بده پيښه رامنځ ته سي نو کرفیو(ګرځبنديز) رامنځ ته سي، ترهګر پوځ پر عامو خلګو تشدد کوي. “

د سيمي بل اوسېدونکی اسماعيل محسود وايي: “زه خپل کلی کي نه سم اوسېدلای ځکه د عملیاتو پرمهال په بشپړه ډول ټول کورونه وران سوي او سوځول سوي دي، هلته  دماينونو،د وسله والو د راتلو او بیا د کومې بدې پیښې وروسته د امنیتي سرتیرو لخوا د کرفیو پرمهال د عام خلکو د ځورولو ویره هم ده، هلته سخت وحشت او ظلم روان دی.”

عبد الحئ پښتین په ټيوټر لیکلي “زما ټاکل ي ایم این ای د ترهګرو په توګه اعلان ی دی اؤ دا په دې معنا دي چي د شمالي او جنوبي وزیرستان وسیدونکي چي دوی ته رایه ورکوي ترهګر او غداران دي”

دهغه په وینا “وخت او اهدو ثابته کړې وه چي دا ټول نظامي عملیات جعلي وه او زما د کلي او مارکیټونو د نظامي کولو ، نیولو او لوټولو لپاره یې درلودل. زه ئې د یو غلام په توګه ساتلی یم او ما هیڅ خپلواکۍ ونه لمانځله”

پاکستانی پوځ د کلونو کلونو راهيسي د شمالي او جنوبي وزيرستان پر خلګو سخت ظلمونه روان کړي دي او په ۲۰۱۴ کال کي ئې په دغه سیمو کي بازاراونه او کلي بمبار کړل، چي په دې سره ئې په زرګونو پښتانه ووژل او په زرګونو نور اوس هم د استخباراتو لخوا لادرکه سوي دي.