کور / راپور / عمران خان: د مودي د څپېړي ځواب به په سوک ورکړو

عمران خان: د مودي د څپېړي ځواب به په سوک ورکړو

تېره ورځ د پاکستان لومړی وزير عمران خان ددغه هيواد تر کنټرول لاندي کشمير ته تللی وو او هلته ئې يوې غونډي ته وينا وکړل.

نوموړي په خپله وينا کي وويل، چي دهند د لومړي وزير نريندرامودي د څپېړي ځواب به په سوک ورکوي .

نوموړي وويل، ددې وخت رارسېدلی چي هند ته يو سبق ورکړل سي.

عمران خان پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي دوې ورځي وړاندي د هند د پوځ مشر وويل، چي د کشمير پوري غاړي ته د پاکستاني پوځيانو حرکتونه څاري او د پاکستان له خوا د هر ممکنه ګام اخيستلو ځواب به ورکړي.

د هند د پوځ مشر بپين راوت وايي، چي د پاکستان له خوا د هرډول ګواښ پر وړاندي چمتووالی لري او دده په خبره د هر کرکجن ګام به ئې بې ځوابه پاتي نه سي.

بپين روات تېره ورځ هندي رسنيو ته په خبرو کي وويل، چي دوی  د پاکستانۍ غاړي کشمير باندي نظر ساتلی دی او هلته د پاکستاني پوځ د دېره کېدلو په هکله خبرداری لري.

خو نوموړی وايي، چي په دې کي د تشويش کومه خبره نسته او موږ په بشپړه توګه تيارسي حالت کي يو او د پاکستاني لوري مو تراوسه موږ کومه اندېښنه نه ده احساس کړې.

د هند د پوځ مشر زیاته کړه: “تر هغه ځایه چي د پوځ خبره ده او د خدماتو خبره ده، که چیرته څه غلط پیښیږي، نو مونږ همیشه آماده یو.”

جنرال راوت دا هم وویل چې د تشدد د نه رامنځته کیدو انتخاب د پاکستان په لاس کې دی.

د هند او پاکستان ترمنځ حالات وروسته له هغه ترينګلي سوه چي هند د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړل او دغه سيمه ئې په بشپړه توګه د هند د اساسي قانون لاندي راوستل.

د هند ددې کار په غبرګون کي پاکستان سخت وپارېدی او له نړيوالو ئې وغوښتل چي د کشمير په مسله کي مداخله وکړي.

د پاکستان د سخت غبرګون په ځواب کي هند وويل، چي پاکستان دي نور خلګ نه بې لاري کوي او د نورو په کورنيو چارو کي دي لاسوهنه بنده کړي.