کور / تازه خبرونه / پنټاګان: ګېټس د افغان پوځ دپاره شل بيليونه ډالره بېلوي

پنټاګان: ګېټس د افغان پوځ دپاره شل بيليونه ډالره بېلوي

نيويارك ټايمز ورځپاڼه د پنټاګان د مامورنو له خولې خبر وركوي چي د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس غواړي داسي يو سند لاسليك كړي چي پكښي د افغان پوځ د پياوړتيا دپاره شل بيليونه ډالره بوديچه ترلاسه كړي.
د نيويارك ټايمز د خبر له مخي ګېټس به د اګست د مياشتي تر پايه دغه سند لاسليك كړي چي ترلاسه سوي پيسې به ټولي د پنځو كالو په ترڅ كي د افغانستان د ملي پوځ پر روزنه او په پرمختللو وسلو د هغوى په سمبالولو كي ولګېږي.
افغانستان دا مهال ۷۰۰۰۰ كسيز روزل سوى پوځ لري چي د پنټګان په وينا په راتلونكو پنځو كلونو كي به يې شمېر يولك او شل زره كسانو ته ورسېږي.