پاكستان: اويا طالبان وژل سوي او ۶۰ ټپيان دي

34 | اگست 8th, 2008


پاكستاني مطبوعات په د باجوړ ايجنسي په بېلا بېلو سيمو كي د ۷۰ طالبانو د وژل كېدو او ۶۰ كسانو د ټپي كېدو خبرونه وركوي.
د خبرونو له مخي دغه كسان د پاكستاني پوځيانو سره د هغوى له خوا د پيل سوو تصفيوي عملياتو په ترڅ كي وژل سوي دي، چي مړي يې اوس هم په سيمه كي خواره واره پراته دي.
د پاكستان پوځي چارواكي وايي په دغو جګړو كي پر سپكو او درنو وسلو سربېره له جنګي څرخكو الوتكو څخه هم استفاده سوې ده.
بلي خوا ته د قبايلي طالبانو وياند مولوي عمر د ۱۶ پاكستاني پوځيانو د وژل كېدو او ۱۷ نورو د نيولو ادعا كوي، چي د پاكستان د پوځ له خوا يې په اړه څه نه دي ويل سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024