کور / راپور / د هند او پاکستان پر پوله ډزو کي درې پاکستاني پوځيان وژل سوي دي

د هند او پاکستان پر پوله ډزو کي درې پاکستاني پوځيان وژل سوي دي

په کشمير کي د لين اف کنټرول باندي د هند او پاکستان ترمنځ ډزي سوي چي پکي درې پاکستاني سرتېري وژل سوي دي.

پېښه پرون هغه مهال رامنځ ته سوه چي د پولي دواړو خواوو ته د ډزو ږغونه واورېدل سول.

د پاکستان پوځ وايي، چي لومړی هندي پوځ ډزي وکړې او د پاکستان درې پوځيان ئې ووژل او وروسته په ځوابيه ډزو کي د هند پنځه سرتېري ووژل سول.

خو هندي چارواکي د پاکستان دا ادعا ردوي او وايي، چي لومړی ډزي پاکستاني لوري وکړې او په ځوابي ډزو کي د پاکستان درې سرتېري ووژل سول او ګڼ نور ژوبل سول.

هندي چارواکو ددغه هيواد د پوځيانو وژل رد کړي دي او ويلي ئې دي چي دوی ته کوم زيان نه دی اوښتی.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه حالات نور هم ترېنګلي سول، چي کله هند د کشمير کورواکي ليري کړه او دغه  سيمه ئې په بشپړ ډول د هند تر کنټرول لاندي راوستل.

تېره ورځ د هند لومړي وزير نريندرا مودي د خپلواکۍ د ۷۳ کليزي په مناسبت وينا کي د خپلي دغه پرېکړي دفاع وکړه او وئې ويل: “موږ نه ستونزې بې له هواري پرېږدو، نه یې زېږوو. هغه کار چي په تېرو ۷۰ کلونو کي و نه سو. زموږ نوي حکومت  له ۷۰ څخه په کمو ورځو کي وکړ. د هند د پارلېمان دواړو ایوانونو – ولسي جرګې او مشرانو جرګې – د  قانون ۳۷۰ او ۳۵ اې دفعې، په اکثریت رايو ختمي کړې. د دې معنا داده چي دا خبره د هر چا په زړه کي وه، خو چا عمل نه کاوه.”