کور / اقتصادي / د امريکا سفير د خليل فيروزي پر خوشي کېدو اندېښنه ښودلې ده

د امريکا سفير د خليل فيروزي پر خوشي کېدو اندېښنه ښودلې ده

د کابل بانک په اداري فساد کي ښکيل خليل الله فېروزي پر خوشي کيدو په کابل کي د امريکا سفارت خواشينی څرګنده کړې ده او دا ئې د اداري فساد پر وړاندي د افغان دولت پر ژمنو د شک ښودني په مانا بللې ده.

خليل الله فېروزي چي د کابل بانک په اداري فساد کي تورن وو، ورباندي د ناقانونه پيسو د لېږد، مالي فساد او پيسو سپينولو تورونه پوري سوي وه چي د محکمې لخوا د ۱۵ کاله قيد سزا ورکړل سوه.

فيروزي تېره ورځ خپل کور ته ستون کړل سو.

د امریکا سفیر، جان بس په خپل ټویټر کي لیکلي دي: ” د افغانستان د دولت په غوښتنه د کابل بانک د درغلیو د عامل خلیل الله فیرزوي د آزادولو راپورونه خواشینوونکي دي. په تېرې یوې لسیزې کي ډېر افغانان د نړیوالو مرستو د غلا له کبله زیانمن ي دي.”

خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي چي د ښاغلي فیروزي روغتیا ښه نه وه او له همدې کبله له زندان څخه کور ته د هغه د انتقالولو پرېکړه ې ده.

ښاغلي صدیقي په خپل ټویټر کي لیکلي: “د عدلي او قضايي، صحي او امنیتي ارګانونو د یوې ګډې کمېټې د پرېکړې په اساس د ښاغلي فیروزي روغتیایي وضعیت نازک ښودل ی. هغه له زندان څخه خپل کور ته انتقال ی او د امنیتي ادارو تر سخت نظارت لاندې دی .”

کابل بانک هغه دولتي بانک وو چي په مليونو ډالره غبن پکي وسو او د فساد له امله د غه بانک په ۲۰۱۰ کال کي مفلس سو.

هغه مهال حکومت د بانک اداري واک په خپل لاس کي واخيستی او په فساد تورن کسان ئې څارنوالۍ ته ور وپېژندل.