کور / د ډيورنډ کرښه / جنوبي وزيرستان کي د قبائلو خپلمنځي جګړې مرګژوبله رامنځ ته کړې ده

جنوبي وزيرستان کي د قبائلو خپلمنځي جګړې مرګژوبله رامنځ ته کړې ده

د جنوبي وزيرستان په کرکڼه سيمه کي د دوتاني او وزيرو قبيلو ترمنځ په جګړه کي پنځه کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل دي.

ددغه قبيلو ترمنځ جګړه تېره ورځ د ځمکي پر سر رامنځ ته سول چي دواړو لوريو په غرونو کي مورچې جوړي کړي دي او پر عامه ودانيو ډزي کوي.

راپورونه وايي، چي دواړه لوريو ترخپل منځ شخړه کي له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخيستی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي دلته د پوځ او پوليسو لخوا په لوی لاس داسي صورتحال رامنځ ته سوی چي يوه قبيله د بلي قبېلې پر وړاندي وسله راپورته کړي.

د سيمي خلک وايي، چي د دغه ډول پېښو  په رامنځ ته کولو کي رياست پوره لاس لري، ځکه دوی غواړي چي سيمه نا امنه کړي او پښتانه خپلمنځي جګړو کي ښکېل کړي.