کور / د ډيورنډ کرښه / پدرام: که ولسمشر سوم، ډيورنډ کرښه په رسميت پېژنم او د پاکستان سره سمي اړيکي پالم

پدرام: که ولسمشر سوم، ډيورنډ کرښه په رسميت پېژنم او د پاکستان سره سمي اړيکي پالم

ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند عبداللطيف پدرام خپل ټاکنيز کمپاين په خورا جنجالي موضوع راپيل کړ او د ډيورنډ کرښي په هکله ئې غير مسؤولانه څرګندونو خلګ غوسه کړي دي.

تېره ورځ پدرام خپل ټاکنيز کمپاين پيل کړ او په دې تړاو جوړي سوي غونډي ته نوموړي وويل، چي که دی ولسمشر سو نو د ډيورند کرښه به په رسميت وپېژني او د پاکستان سره به اړيکي سمي کړي.

نوموړي دا هم ويلي، چي د بريالي کېدو په صورت کي به د افغانستان رياستي نظام په فدرالي نظام واړوي.

نوموړي وويل، چي موږ به د افغانستان – خراسان فدرالي نظام رامنځ ته کړو او دا د خلکو په ګټه دی.

پدرام وايي: “موږ د افغانستان-خراسان فدرالي اسلامي جمهوریت غواړو، نو زموږ او د نورو نوماندانو ترمنځ يو توپیر موجود دی او هغه دا چي موږ فدرالیست یو، افغانستان باید په فدرالي زونونو ووېشل سي.”

د پدرام ټاکنيز کمپاينغونډي ته راټول سوي خلګ

د پدرام يادو څرګندونو د عامو افغانانو غوسه راپارولې او دا ئې د هيواد سره د خيانت په مانا بللي دي.

پر خواله رسنيو د پدرام څرګندونو ته توند غبرګونونه ويل سوي او هغه د يو خائن او فاشسټ په نومونو ياد سوی دی.