کور / راپور / کوټه:دطالبانو په مدرسه کې چاودنې دطالب مشر هېبت الله اخند ورور وژلی دی

کوټه:دطالبانو په مدرسه کې چاودنې دطالب مشر هېبت الله اخند ورور وژلی دی

دبلوچستان دښرښار کوټې په کچلاک سیمه کې دېوې دیني مدرسې دننه بمي چاودنه شوې چې پکې د طالبانو د مشر هېبت الله اخند د ورور مولوي احمدالله په ګډون پنځه کسان وژل شوي اؤ ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي دجمعې په ماسپېښن چې په کومه مدرسه کې دا چاودنه شوې هغه دکچلاک کلي د لنډۍ کلي په مدرسه یادیږي چې زیاتره پکې د افغان طالبانو د کوټې د شورا مشران پاتې کیدل.

سرچینې وایي دطالبانو موجوده مشر شیخ هېبت الله اخند هم یو وخت کې ددې مدرسې امام پاتې شوی ؤ خو اوس یې ورور ملا احمدالله ددې مدرسې امام ؤ چې په دې بمي چاودنه کې د نورو څلورو کسانو ترڅنګ وژل شوی.

د راپورونو له مخي، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه مدرسه کې شوې ده او په وژلو شویو کې د مسجد امام هم شامل دی.

 د لومړنیو شواهدو نه ورته داسې جوتېږي چې بم د جومات د منبر لاندې ځای پر ځای کړل شوی وو.

په ژوبلو کې د ځینو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

تراوسه معلومه شوې نه ده چې دې چاودنه کې دطالبانو نور کوم مهم مشران یا پخپله هېیت الله اخند وژل شوی که نه خو په سوشل میډيا بیا ځېنو خلکو ناتائېده دعوه کړې چې هیبت الله اخند هم پکې وژل شوی ولې ددې دعوؤ دیو لوري نه هم پخلی نه دی شوی.

د کوټې د پولیسو مشر یا ډي ایي جې رسنیو ته ویلي چې بم د جومات دممبر لاندې اېښودل شوی اؤ د ریموټ له لارې چول شوی دی.

سرچینې وایي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي اؤ د ۱۵ؤ نه نور زیات ژوبل شوي چې نزدې روغتونونو ته رسول شوي خو په ژوبلو کې هم د زیاترو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده،

سرچینې دا هم وایي چې په کومه سیمه کې دا چاودنه شوې دغه دطالبانو دکنټرول لاندې وه اؤ امنیت یې هم هغوئ پخپلو لاسو کې نیولی ؤ.

طالبانو ته نزدې سرچینو پخلی کړی چې چاودنه کې دملا هیبت الله اخند ورور مولوي احمدالله وژل شوی اؤ دهغه زوي وحیدالله ژوبل شوی دی.

تر دې مهاله هیچا ددې چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې.

دکوټې سنډیمن صوبائي هسپتال پخپل یو بیان کې د مړو شوؤ کسانو شمیره دوه اؤ د ژوبلو شمیره ۲۲ ښودلې ده.

دغه روغتون وایي په وژل شوؤ کې دیو تن نوم حبیب الله دی اؤ بل تن نامعلوم دی.

چاودنه کې دژوبلو کسانو نومونه په دې ډول دي، عزت الله،حاجي مراد،محمد قسیم،، قدرت الله ، نامعلوم،حکمت،حاجي ندا،وحیدالله،حاحي اکبر،عبدالجبار،عبدالحکیم ،اغا محمد، صدیق ،عبدالرحمان،عزت الله،حیات الله،عبدالدهیان،رحیم الدین،سعدالدین،حاجي غلام سرور،رحمت الله اؤ عنایت الله