کور / #PTM / منظور پښتين د قبائلي شخړي د حل په موخه وزيرستان ته رسېدلی دی

منظور پښتين د قبائلي شخړي د حل په موخه وزيرستان ته رسېدلی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين نن د جنوبي وزيرستان مرکز واڼې ته رسېدلی دی او هلته د مېشتو پښتني قبېلو د مشرانو سره ئې کتلي دی او د هغوی ترمنځ د روان کړکېچ په تړاو ئې خبري اتري ورسره کړي دي.

ښاغلی پښتين نن ځايي وخت ماسپښين مهال د خلګو يوې غونډي ته وينا هم وکړه او د پښتنو پر يووالي ئې ټينګار وکړ.

ښاغلي پښتين د دوو قبېلو دوتاڼي او وزيرو ترمنځ د رواني شخړي د ختمولو لپاره د دواړو لوريو د مشرانو سره کتلي دي.

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي د منظور پښتين ښه راغلاسته ته په زرګونو کسان راوتلي وه او د نوموړي تود هرکلی ئې وکړ.

د جنوبي وزيرستان په کرکڼه سيمه کي د دوتاني او وزيرو قبيلو ترمنځ په جګړه کي پنځه کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل دي.

ددغه قبيلو ترمنځ جګړه تېره ورځ د ځمکي پر سر رامنځ ته سول چي دواړو لوريو په غرونو کي مورچې جوړي کړي دي او پر عامه ودانيو ډزي کوي.

راپورونه وايي، چي دواړه لوريو ترخپل منځ شخړه کي له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخيستی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي دلته د پوځ او پوليسو لخوا په لوی لاس داسي صورتحال رامنځ ته سوی چي يوه قبيله د بلي قبېلې پر وړاندي وسله راپورته کړي.

د سيمي خلک وايي، چي د دغه ډول پېښو  په رامنځ ته کولو کي رياست پوره لاس لري، ځکه دوی غواړي چي سيمه نا امنه کړي او پښتانه خپلمنځي جګړو کي ښکېل کړي.