کور / راپور / ټرمپ د افغان سولي په تړاو د ملي امنيت ډلي غونډه رابللې ده

ټرمپ د افغان سولي په تړاو د ملي امنيت ډلي غونډه رابللې ده

د جمعې په ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنيت د مشرانو او لوړو پوړو چارواکو سره د افغانستان په تړاو يوه غونډه رابللې وه او په دې هکله ئې بحثونه سره کړي دي.

سپيني ماڼۍ د افغانستان په تړاو  ډونلډ ټرمپ په مشرۍ غونډه ښه بللې او ويلي ئې دي چي ډېر ښه بحثونه پکي وسول.

د غونډي په تړاو ډونلډ ټرمپ ويلي دي، چي موږ او مخالفي ډلي د ۱۹ کلني جګړې د ختمولو لپاره پرمختګ کړی دی.

ټرمپ پرخپله ټويټرپاڼه ليکلي دی:  “مونږ او مخالفه اړخ د دغه ۱۹ کلنې جګړې خبرو جوړېدو ته ګورو- که ممکمنه وي”.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي ئې دي، چي په دې غونډه کي د افغانستان په تړاو پر مهمو موضوعاتو بحث وسو.

د بهرنيو چارو وزرات وايي، چي په غونډه کي د ولسمشر ټرمپ په ګډون مرستیال ولسمشر مايک پينس، د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د دفاع وزیر مارک اېسپر، د ملي امنيت مشاور جان بولټن، د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ګډو ځواکونو مشر جنرل جوزف ډنفور او د سي ايي ای مشر ګډون کړی وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، “د افغانستان د حکومت سره مو کلکې مرستې روانې دي، مونږ د سولې يو کوټلي تړون ته ژمن يو، چې تشدد پکې کم شي او اوربند وشي او د افغانستان خاوره بيا کله امریکا او اتحاديانو ته يې ګواښ ونه ګرځي او افغانان رايو ځای کړو چې په ګډه د سولې دپاره کار وکړي”.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اتم پړاو تېره اونۍ په دوحه کي پای ته ورسېدی  او په دې هکله دواړه لوري خوښ برېښي.