کور / #PTM / پي جي ډي: د نړۍ پښتانه پر یوه ټغر راغونډوو

پي جي ډي: د نړۍ پښتانه پر یوه ټغر راغونډوو

پښتون ګلوبل ډايسپوره ( PGD) چې تازه په تازه ئې په کاناډا کي فعاليت پيل کړی دی ويلي، چي دی به هڅه وکړي چي د نړۍ ټول پښتانه پر يوه ټغر راټول کړي.

د پي جي ډي لخوا په تازه اعلاميه کي ويل سوي چي ددی ټول تمرکز به پر دې وي چي پښتانه څه ډول سره رانژدې کړی او د هغوی د ترقۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.

په کاناډا کي د دغه غورځنګ درې ورځنی کنفراس رابلل سوی وو چي په سلګونو پوهانو پکي ګډون کړی وو.

په کاناډا کي د PGD مشر سراج خان وويل: “د نړۍ پښتانه پر یوه ټغر راغونډوو”

په اعلامیه کښې وویل سول پي، جي، ډي غواړي چې یوه داسې ټولنه تیاره کړي چې د پښتنو په خاوره د امن، ازادۍ او خوشالۍ په خاطر وېښې هلې ځلې وکړي.

پي، جي، ډي د پښتون تحفظ مومینټ او ټولو هغو تحریکونو ملاتړ کوي چې په پښتنه خاوره د امن، ازادۍ او بشري حقونو د تحفظ په خاطر غږ پورته کوي.

پي جي ډي دا هم وویل چي دوی په نړۍ کښې په عمومي توګه له بهر مېشتو پښتنو او په ځانګړې توګه له پښتنو اندیالانو(اینټلیجنشیا) څخه هیله کوي چي د پښتنو په رایوځای کولو کښې خپل رول ولوبوي.

دغه کنفرانس ته ډېرو پوهانو ويناوي هم وکړې او د پښتنو د پرمختګ لپاره ئې خپلي طرحي وړاندي کړې.