کور / راپور / سناتور ګراهام: پر طالبانو باور کول لويه تېروتنه ده

سناتور ګراهام: پر طالبانو باور کول لويه تېروتنه ده

وتلي امريکايي سناتور ليندسي ګراهام ويلي دي چي پر طالبانو باور کول به يوه ستره تېروتنه وي او پر ولسمشر ټرمپ ئې ږغ کړی چي د طالبانو سره په خبرو کي دي محتاط اوسې.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي ټرمپ د جمعې په ورځ د افغان سولي په تړاو د امنيت غونډي سره بحث وکړ اود يو لړ پرمختګونو خبره ئې وکړه.

لېندسي ګراهام پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کي لیکلي چي پر طالبانو دا باور کول چي د امریکا د ترورېزم ضد ځواکونو ځای به ونیسي او القاعده، داعش او هغه نورې افراطي ډلې به چي په افغانستان کي فعالې دي کنټرول کړي، تر هغه ستره تېروتنه وي چي اوباما له ایران سره په اټمي موافقه کي کړې وه.

د امریکا د سنا پېژندل سوي غړي لیکلي، د سولې هره موافقه چي امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کي د ترورېزم پر ضد د مبارزې موقع نه‌پرېږدي، د سولې موافقه نه‌ده، بلکي د امریکا پر خاوره او د امريکا پر ګټو بلې حملې ته لاره پرانیزي.

نوموړي په خپل ټويټر کی پر ولسمشر ټرمپ ږغ کړی چي “ښاغلی ولسمشره! د پخواني ولسمشر بارک اوباما له تېروتنې زده‌کړه وکړه. بده موافقه به افراطي اسلام‌پالو ډلو ته په ټوله نړۍ کي انرژي ورکړي. د ملي امنیت خپلو همکارانو ته غوږ ونیسه، وخت ته وګوره او هوښیار اوسه!”