کور / تازه خبرونه / د افغاني فرهنګ دوه خادمان د سرو زرو په ډاليو ونازول

د افغاني فرهنګ دوه خادمان د سرو زرو په ډاليو ونازول

 ( پښتو او د ژباړې اړتيا سيمينار ) چې د جمعې  په ورځ کابل کې د افغان کلتوري ټولنو  جرګې او پښتو نړيوالې مرکې له خوا  جوړ شوی و،  د همدې جرګې  له خوا د سيمينار په ترڅ کې د افغاني فرهنګ دوه خادمانو  ته د سرو زرو مډالونه ورکړل شول.


لومړی   د مشهور ناورويژي پښتوپوه  ګيورګ  مورګنسترن په نامه ( دافغان کلتور ژباړن  ) د سرو زرو مډال  د استاد نصرالله حافظ  په لاس نوميالۍ افغانستان پېژندونکې (   نانسي دوپري ) ته ، چې نړيوالوته د افغان ولس ، کلتور او تاريخ په ورپېژندلو کې يې د قدر وړ هلې ځلې او څېړنې کړي ،   ورکړل شو  ، دويم د لومړني( معلوم )  پښتون  ژباړن  ابومحمد هاشم سرواني په نامه د ( غوره ژباړن )د سرو زرو مډال د سعودي عربستان دسفارت  مشاور په لاس ښاغلي محمدزبير شفيقي ته ، چې تر دېرشو زيات آثار يې پښتو ته ژباړلي ، ورکړ شو.


همدارنګه دعربستان سعودي سفارت ښاغلي زبير شفيقي ته د قران پاك يو ځانګړى قيمتي سيټ ډالۍ كړ.
د يادونې وړ ده ، چې  افغان کلتوري ټولنو جرګه  به هر کال  د افغان فرهنګ دوه غوره خادمانو  ته د سرو زروياد شوي  مډالونه ډالۍ  کوي .