کور / تازه خبرونه / مصور خپرندويه بنسټ په کار پيل وکړ

مصور خپرندويه بنسټ په کار پيل وکړ

 


( مصور خپرندويه بنسټ ) چې د شهيد ډاکتر محمد هاشم مصور په نامه نومول شوی  د افغان کلتوري ټولنو جرګې تر چتر لاندې له شل زره ډالرو لومړنۍ پانګې سره د خپل کار پيل اعلان کړ . دغه اعلان  د هغه سيمينار  په ترڅ کې وشو چې د پښتو او د ژباړې اړتيا تر سرليک لاندې د افغان کلتوري ټولنو  جرګې او پښتو نړيوالې مرکې  له خوا جوړ شوی و. لومړنۍ پانګه د شهيد ډاکتر مصور د کورنۍ له خوا د هغه شهيد د فرهنګي ارمانونو لپاره وقف شوې ده .همداراز ديادونې وړ ده چې مصور خپرنديه  بنسټ به تر زياتې اندازې  د ماشومانو د ادبياتو او د هغوی په اړه خپرونوته ځانګړی وي.