کور / شعر / غزلونه

غزلونه

(غزل)



هم پرژبه،هم پرخاؤرۀ،هم پرقام دی
هرپښتون په زړۀ خواخوږی د اسلام دی
چي وميني ته په مينه ځواب وايي
داسي چاته مي په زړۀ او خلۀ سلام دی
که وي نېغه نو د پلار په لار به درومم
کنه شمېر مي په ټولۍ کي د بهرام دی
که څوک ماته د خپل ورک يار پته راکړي
په انډول کي ورته پاته ژوند انعام دی
شاعري که دوی عبث بولي “عادله”؛
ترمرګيه زما دې کار ته دوام دی
٩ ستمبر٢٠٠٦ م کال


 


 
(غزل)



په زړۀ مين خلګ چي توان وګټي
غواړي چي سيوری د جانان وګټي
نه به سم ور د درواغجنو خواته
نه به مي بيا زړګی اسان وګټي
محکومه خاؤره به مي هله ګل سي
چي څو خواخوږي بزګران وګټي
زه يې د وصل پر ډېوو ورسم کړم
رنځور برخليک راته هجران وګټي
“عاد له”؛ زه او ستړيا ملۀ له وخته
په ستوماني کي مو تاوان وګټي
٩ستمبر٢٠٠٦م کال