کور / #PTM / د علي وزير او محسن داوړ مقدمه کي يو ضمانت سوی او بل رد سوی دی

د علي وزير او محسن داوړ مقدمه کي يو ضمانت سوی او بل رد سوی دی

تېره ورځ په بنو کي ځايي محکمې د  پښتون ژغورني غورځنګ د دوو مخکښو مشرانو علي وزير او محسن داوړ د ضمانتونو اوريدنه وکړه.

په  دغه محکمه کي تېره ورځ د علي وزير او محسن داوړ مدافع وکيلان هم ناست وه او د قاضي په وړاندي ئې بحثونه وکړل.

د مدافع او مخالفو وکیلانو له دلایلو وړاندې کولو وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي پخپله پرېکړه کي په یوه مقدمه کي د دواړو ضمانتونه منظور کړل او په دوهمه مقدمه کې یې ضمانت رد کړ.

پر علي وزير او محسن داوړ د ترهګر رياست لخوا دوې مقدمې درج سوي دي، چي يوه د خړ کمر پېښه او بله پر پاکستاني سرتېرو د بريد مقدمه ده.

تېره ورځ قاضي پر سرتېرو د بريد د مقدمې په تړاو ضمانتونه قبول کړل او د خړ کمر د پېښي په تړاو ئې ضمانت رد کړ.

د علي وزير او محسن داوړ مدافع وکيلان وايي، چي اوس به دوی د پېښور های کورټ  ته ځي او هلته به د خړ کمر د کيس ختمولو لپاره اپيل کوي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر کي د ترهګر پوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان بريد وسو چي پکي ۱۶ تنه شهيدان او په لسګونو نور ژوبل سول.

په دغه کاروان کي چي شمالي وزيرستان ته پر لاره وو علي وزير او محسن داوړ هم شامل وه او د بريد کولو وروسته ترهګر پوځ علي وزير سمدستي ونيوی او د سخت تشدد کولو وروسته ئې زندان ته ولېږی. همداراز درې ورځي وروسته محسن داوړ هم ونيول سو او پرته له کوم جرم څخه زندان ته ولېږدول سو.

په ورته وخت کي د پي ټي ايم نور فعالان هم ونيول سول چي پر يوه هم تراوسه کوم جرم نه دی ثابت سوی او ترهګر پوځ فقط ددې لپاره په زندانونو کي اچولي دي چي پښتانه د خپل حق د غوښتني څخه لاس په سر سي.

خو د پي ټي ايم فعالان وايي، چي دوی له زندان څخه نه وېرېږي او دا کار به ددوی پر فعاليتونو او د خپل حق غوښتلو مخه ونه نيسي.