کور / راپور / جنوبي وزيرستان کي بم چاودني څلور پوځيان هلاک کړي او ګڼ نور ژوبل دي

جنوبي وزيرستان کي بم چاودني څلور پوځيان هلاک کړي او ګڼ نور ژوبل دي

د جنوبي وزيرستان په لدها سيمه کي د پاکستاني سرتېرو پر ګاډي بمي بريد سوی چي په نتيجه کي ئې څلور پاکستاني پوځيان هلاک سوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي له سيمي څخه د پوځيانو ګاډي د تېرېدو په حال کي وه او ناڅاپه ورباندي بمي چاودنه وسوه.

عيني شاهدان وايي چي چاودنه ډېره زوروره وه او ږغ ئې تر ليري سيمو پوري واورېدل سو.

په دې وروستيو کي د پاکستاني پوځ  مرګژوبله خورا ډېره سوې ده او دوې ورځي وړاندي د هند سره پر پوله ۱۰ پاکستاني سرتېري د هندي ځواکونو په ډزو ووژل سول.