کور / سياسي / افغانان زور او فشار ته نه تسلیمېږي

افغانان زور او فشار ته نه تسلیمېږي

ليکنه: محمد بشير يوسفزی

په دې کې شک نشته چې د طالبانو رسۍ او د ټولې لوبې سر د امریکا په لاس کې ده او څنګه یې چې وغواړي هغسې یې لوبوي، ځکه چې له یوې خوا یې له طالبانو سره جنګ پیل کړی او له بل لوري د امریکا ډېر نږدې متحد پاکستان د طالبانو او تروریستانو ملاتړ کوي، که امریکا وغواړي، نو دغه بدرنګه لوبه چې ټوله موخه یې یوازې او یوازې انسان وژنه، ترور او وحشت دی ډېره ژر پایته رسولای شي.

امریکا دې له پاکستان سره خپلې اړیکې سړې کړي،  پر پاکستان دې مرستې بندې کړي او پر هغوی دې فشار زیات کړي، ځکه پاکستان بې له هغه هم له سیاسي او اقتصادي پلوه په ښه وضعیت کې قرار نه لري، نو که چېرې امریکا واقعا وغواړي او پر دوی فشار زیات کړي، نو دوی به خود په خوده د طالبانو او تروریستانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او کله چې طالبان یوازې پاتې شي، نو دوی به هیڅ وخت هم جنګ، ترور، انتحار او انفجار ته زړه ښه نه کړي او د سولې لاره به اختیار کړي.

خو دلته یو ډول لوبه ښکاری ، که چیرته پاکستان طالبانو سره داسې معامله کړې وي چې تاسو باید دوه ډلې شئ. نیم باید افغانستان ته د سولې پروسه کې یوځای شئ او نیم باید پاتې شئ البته هېره دی نه وی چی له افغانستان سره به هغه اشخاص سوله نه کوی چی د پاکستان تر لاس لاندی وی ، طالبانو ته به قناعت ورکړی چی مونږ تر نړیوال فشار لاندی یوو کله چی زمونږ نه نړیوالو او امریکا فشارونه ختم شول او مونږ دا ورته ثابته کړه چی مونږ تروریزم سره مبارزه کړی طالبان مو د سولی پروژی ته حاضر کړل .

افغان حکومت د امریکا چال او د پاکستان عوام فریبۍ او د طالبانو دوه رنګۍ ته ځیر دی او هر څه له نږدې څاري، دوی په هیڅ صورت نشي کولای چې د خپلې جوړې سناریو له مخې په افغانستان کې خپلو ناولو موخو ته ورسېږي. افغانستان لا هم صادق او ویاړلي بچي لري، چې د دښمن سترګې به وباسي او د دوی کږې ارادې به لا کږې او له خاورو سره خاورې کړي. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې هر ډول سختۍ ګاللي، خپلې سینې یې سپر کړي او د همدغه مقاومت او استقامت په پایله کې بریا ته رسېدلي دي، دا خل به هم که خدای کول افغانستان سولې ته رسېږي. افغانستان به ثبات او ارامي ته رسېږي او د افغانستان دښمنان به د هغو نورو او تېرو غوندې خوار او ذلیل وي. ځکه چې افغانان پر خپل خدای توکل او پر خپل همت باور لري او د دوی دا باور او همت به رنګ راوړي، د ابادۍ رنګ، د سوکالۍ رنګ او د نېکمرغۍ رنګ.

دښمنان دې دا نه ګڼي چې ګواکې افغانستان جنګ ځپلی او افغانان له جنګه ستړي دي او ممکن په لږ فشار سره دوی خپلو ناولو موخو ته ورسېږي. دوی دې بیا له سره فکر وکړي او د افغانان څو زره کلن له ویاړونو ډک تاریخ دې بیا ولولي چې حقایق ښه درک کړي.