کور / سياسي / افغانستان د پاکستان د بدګاونډیتوب زجر ګالي

افغانستان د پاکستان د بدګاونډیتوب زجر ګالي

ليکنه: اېمل پیاوړی

له کومې ورځې چې د افغانستان په څنګ کې پاکستان د یوې توطیې او دسیسې له مخې د قرارداد په پایله کې ایجاد شو، نو له همغې ورځې د افغانستان کم بختی شروع شو، ځکه نوي ایجاد شوي افغانستان د پاکستان په اړه ښه نیت نه درلود او وخت په وخت یې په افغانستان کې لاسوهنې کولې. جنګي او افراطي ډلې یې روزلې او دوی یې بریدونو ته لمسول. ان د شهید سردار محمد داوودخان په وخت کې دغه د بریدونو او چاودنو لړۍ د پاکستان په لمسون پیل شوه او ورپسې چې د ثور د اومې کودتاه وشوه، نو پاکستان ته میدان خالي شو، ځکه په میلیونونو کډوال پاکستان ته ورغللو افغانستان له شوروي اتحاد سره په جګړه کې کېوت او پاکستان له کډوالو او په هیواد کې له جنګي وضعیت څخه ناوړه ګټه واخیسته.

د شورویانو له وتلو وروسته چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل او په پایله کې یې هیواد ویجاړ شو، دا هم د پاکستاني جنرالانو او مقاماتو اجنډا او برنامه وه، بیا وروسته یې طالبان راپیدا کړل، هغوی یې واک ته ورسول، په افغانستان کې یې د خپلو موخو لپاره وکارول ، بیا چې د امتیاز او پیسو وخت راغی، نو طالبان یې په امریکا وپلورل، د دوی د امارت د نسکورولو لپاره یې د امریکا ملګرتیا وکړه او په بدل کې یې میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل.

د طالبانو له ماتې وروسته پاکستان تیت او پرک طالبان سره منظم کړل او بیا یې د امریکا پر ضد جنګولو ته ولمسول. پاکستان دوه ګټې کولې له یوې خوا یې د امریکا د ملګرتیا په بدل کې ډالر ترلاسه کول او له بل لوري یې پر طالبانو د نفوذ لرلو له امله امریکایان دېته مجبورول چې د پاکستان هر ناز یوسي او له دوی څخه خپل امتیازات ترلاسه کړي.

مګر د پاکستان د دغې لوبې قرباني افغانان او افغانستان وو او لا هم دغه بدمرغه جګړه چې پاکستان پیل کړې پر افغانستان تحمیل شوې او د دوی په نیابت یې طالبان پرمخ بیایي. پاکستان د افغانسان د ابادۍ او سوکالۍ ډېر فرصتونه له افغانانو څخه ضایع کړي او لا هم درګرده د افغانانو په بدمرغۍ فکر کوي. دوی هیڅ وخت نه غواړي چې افغانستان دې پرمختللی وي او یا دې هم د قوي مرکزي نظام او دولت لرونکی وي، ځکه چې بیا د افغانستان اوبه او منابع د دوی له اختیاره وځي، مګر ولسمشر غني ورته په وضاحت او بار بار ویلي دي چې د افغانستان پر ضد پیل شوی جنګ ودروي او همدارنګه به د پاکستان په ګډون هیچاته هم د دې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان اوبه وړیا استفاده کړي.

لنډه دا چې تر دې مهاله چې افغانستان کوم بحرانونه ګاللي او لا یې هم ګالي، په دې کې د پاکستان مستقیم لاس دی او د ولسمشر غني لومړۍ هڅه داده چې د پاکستان دغه بدمرغه لاس باید د افغانستان کې له لاسوهنې څخه لنډ کړي او د تل لپاره هیواد د دوی له شره خوندي کړي او په همدې خاطر یې دا ځل د دولت جوړونې شعار ټاکلی، ترڅو افغانستان د قوي مرکزي دولت لرونکی او خاوند کړي.