کور / راپور / کابل: د واده پر مراسمو د بريد د قربانيانو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی

کابل: د واده پر مراسمو د بريد د قربانيانو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی

په  کابل کې د تېري شپې د بريد د قربانيانو شمېر لوړ سوی او مالومات ښيي چي تر ۶۰ زيات کسان شهيدان سوي او تر ۱۸۰ ډېر نور ټپيان دي.

تېره شپه شل کم يوولس بجې د کابل په شپږمه ناحيه کي د واده پر مراسمو بمي بريد وسو چي درنه مرګژوبله ئې رامنځ ته کړه.

د کورنيو چارو وزارت وايي، دا يو ځانمرګی بريد وو او هغه وخت ئې چاودنه وکړه چي کله د زوم او ناوي په ګډون د هغوی کورنۍ د خوښۍ په مراسمو بوخت وه.

ځانمرګي د هغه سټېج سره ځان ته چاودنه ورکړه چي زوم او ناوي ولاړ وه او هلته د هغوی کورنۍ هم راټول سوي وه.

لومړنيو مالوماتو له مخي ۲۰ کسان شهيدان سوي وه، خو وروستي مالومات ښيي چي د قربانيانو شمېر لوړ سوی دی چي په دوی کي تر ۶۰ زيات کسان شهيدان سوي او ۱۸۰ زيات نور ټپيان دي.

د بريد ټول قربانيان ملکي وګړي دي چي د واده په خوښيو کي سره راټول سوي وه.

بريد په داسي سيمه کي  رامنځ ته سوی چي اوسېدونکي ئې تر ډېره هزاره توکمه دي.

د پېښي پړه تراوسه کومي ډلي پرغاړه نه ده اخيستې ، خو طالبانو هم دا بريد غندلی دی.

طالبانو په يوه خبرپاڼه کي ويلي، چي د کابل ښار په یو هوټل کي پر ملکي خلکو چاودنه کول او هغوی ته تلفات اړول په کلکه غندي، دغه ډول وحشیانه قصدې وژني او ښځي او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري.