کور / راپور / اشرف غني: طالبان د کابل بريد په غندلو سره برائت نه سي ورکولای

اشرف غني: طالبان د کابل بريد په غندلو سره برائت نه سي ورکولای

افغان ولسمشر  اشرف غني د کابل د تېري شپې بريد په سختو ټکو غندلی دی او ویلي ئې دي چي طالبان د بريد په غندولو سره ځان ته برائت نه سي ورکولای.

ولسمشر غني وايي، چي نړيواله ټولنه دي د ياد بريد په تړاو غلې نه کښېني بلکي د مجرمينو په پيدا کولو او هغوی ته په سزا ورکولو سره دي د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

تېره شپه په پلازمينه کابل کي د واده پر مراسمو ځانمرګي بريدګر چاودنه وکړه او په دغه پېښه کي ۶۳ کسان شهيدان او تر ۱۸۰ زيات نور ژوبل سول.

په پېښه کي که څه هم طالبانو لاس لرل رد کړي او دا عمل ئې غندلی دی، خو افغان ولسمشر اشرف غني ددې برید پړه پر طالبانو ور اړولې ده او ویلي ئې دي چي طالبان د دې برید په غندلو سره ځانته برائت نه سي ورکولای، ځکه هغوی پخپله تروریستانو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

ولسمشر اشرف غني ویلي” د خوښۍ په مراسمو، ښوونځیو، جوماتونو، بازارونو او عامه ځایونو کي زموږ پر خلکو برید ددې ښودنه کوي چي یوې تروریستي ډلې زموږ د بیګناه خلکو وژلو ته ملا تړلې ده”

ولسمشر غني زیاته کړې” د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له جنایتکارو تروریستانو څخه د بیګناه هېوادوالو د هر څاڅکي وینې غچ اخلي او د مشروع  قوې په استعمال به هغوی د هېواد په هره څنډه کي سخت وځپي”

ددې خونړۍ پېښې له امله ولسمشر اشرف غني د نن ورځې لپاره خپل ټول کمپایني پروګرامونه ځنډولې او ولسمشرۍ ماڼۍوایي په پام کي ده چي د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې امنیتي غونډه رهبري کړي.

د کابل پرونۍ پېښه په پراخه کچه غندل سوې ده او پر خواله رسنيو ئې د افغانانو غوسه را ښکاره کړې ده.