کور / راپور / بلخ کي د سړک غاړي ماين د ماشومانو په ګډون يوولس ملکيان شهيدان کړي دي

بلخ کي د سړک غاړي ماين د ماشومانو په ګډون يوولس ملکيان شهيدان کړي دي

په بلخ ولایت کي د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر بم چاودېدلی، چي ګڼ ملکي وګړي ئې شهيدان کړي دي.

پېښه په دولت اباد ولسوالۍ کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي د ملکي وګړو دا سراچه ډوله موټر د يادي ولسوالۍ څخه د مرکز مزارشريف پر لور روان وو.

د بلخ ولایت دولت اباد ولسوال محمد يوسف وايي:  “نن شپږ نیمې بجې د سهار یو سراچه موټر، چې د دولت اباد ولسوالۍ د حیاتانو له کلي څخه د مزارشریف په لور روان وو، په لاره کي پر یو ماین ختلی او په موټر کي ټول مسافر یې وژلي دي، چي ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي”.

په دغه پېښه کي دوه سړي، څلور ښځي او پنځه ماشومان شهيدان سوي دي.

دا پر داسي مهال ده چي تېره شپه په کابل کي د واده پر مراسمو ځانمرګي بريدګر ځان چوولی او ۶۳ کسان ئې شهيدان کړي او تر ۱۸۰ زيات نور ئې ټپيان کړي دي.

پېښه د واده په يو هوټل کي رامنځ ته سوې او ټول قربانيان پکي ملکي وګړي دي.