ملي امنیت سلاکار د کابل خونړي ترهګریز برید د قربانیانو پوښتنې ته ولاړ
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي یې ملتیا کوله، د کابل ښار د ودونو په یوه هوټل کې د تېرې شپې د وحشیانه برید د ټپیانو د پوښتنې او لیدو لپاره ایمرجنسي روغتون ته ولاړ. نوموړي له هر یوه ټپي سره وکتل او د ژر تر ژره روغېدو دعا او هیله یې ورته وکړه.
ښاغلي محب د یاد روغتون له افغان او بهرنیو ډاکټرانو په ځانګړي ډول مننه وکړه، چې زموږ د هیوادوالو خدمت کوي او ددې خدمت له امله د یو زیات شمېر انسانانو ژوند ژغورل کېږي.
ښاغلي محب په ورته وخت کې د ټیلفون له لارې ځینو ټپیانو او قربانیانو د کورنیو پوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې نظام او ولس یې په دې سختو شېبو کې تر خوا ولاړ دی. ده اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې ټولو متضررو شویو کسانو او کورنیو ته رسېده ګي وکړي.
ملي امنیت سلاکار وویل، دښمن دې په دې پوه وي، چې دغه شان وحشتونه به د سولې اوابادۍ پر لور د افغانانو د تلو پر وړاندې خنډ واقع نه شي؛ بلکې بر عکس ددې هر جنایت په کېدو سره یې پر وړاندې د خلکو کرکه زیاتېږي.