کور / خبرتیا او پيغامونه / په سويډړن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې  دمبارکی پېغام

په سويډړن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې  دمبارکی پېغام

 د۲۰۱۹  ز کال داگست ۱۸

دخپلواکۍ دبيا ترلاسه کولوياد دي ابدی وي

درنواو پرخپلواکۍ مينو غرتی هيوادوالو!

زموږ سياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته راغلی چي دخپلواکي خوښی  رانه هېره سوېده .

صدمين  (۱۰۰ ) سال روزاسترداد استقلال كشور عز ير ما رابه تمام  مردم افغانستان  ازصميم قلب  تبريک ميگويم .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنی مشرتا به  دافغانستان غيرتی اوپرخپلواکۍ مين ولس ته دخپلواکي دبياترلاسه کولودسلمي کليزي له امله دزړه له کومی مبارکی اونېکې هيلې وړاندي کوي  .

درنوهيوادوالو!

 متاسفانه زموږ دولس سياسي اوټولنيز ژوند داسي حالت ته راغلی چي خپلواکي خوښي  رانه هېره سوېده  .

 داسدد۲۷ پېښه چې  د کابل لوېدیځ شپږ مې امنیتي حوزې اړوند د شهر د بی د وادونو تالار کې تېر ي انتحاري حملې د تر ۷۰   کسانو شهيدانو او تر ۲۰۰ ډېر کسانو زيات  ټپیانوکورنۍ  د ماتم په تغر کښېنول يوه له دردونکو اوزورونکو بېلگونه ده .

دټولوملي اوټولنيزوناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوم چي دشهيدانواوکورنی تاوتريخوالي دناورين  پر لمڅی ناستو کړېدلوکورنيو اوهيوادوالوته دملي او افغاني غروردهسک ساتلواودرناوی په موخه ،دهغوي دچيغو،غلبلو، کرږ و اوسا ندونه په  ډکه او غمجنه فظا کښي دې سرکښ اونه ماتېدونکی ولس ته  دخپلواکی ترلاسه کولود تاريخی اونه هېرېدونکی خاطرې  مبارکي وايو  .

دغازي امان الله خان او ټول افغان ولس  لخوا دخپلواکی دترلاسه کولودملي مبارزې اوشهامت ياد دي ابدي اوتل پاتی وي .

دادی سږ کال يوځل بيا افغان کړېدلۍ اوزوريدلۍ  ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کولونه هير يدونکې تاريخی خاطره دسلم  ځل لپاره لمانځي .

ويا ړ په هغوټولوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اوانگريزان ئې  له افغانستان څخه په تورمخ  وشړل .

زموږ دهيواد تاريخ ددې شاهد دۍ چي دادخپلواکۍ په احساس مالامال  مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه ز برځواک ته هم دغلامۍ سر نه دۍ ټيټ کړی   .

که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ چي  کله  دنړۍ هر غاصب  اوجابر غوښتي  دنړۍ په دغه سيمه کي پر ولسونو تيرۍ وکړي نوزموږ پاکي خاوري ته يې هرومرو يوځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړی . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت څومره پز ه په مځکه ورمښلې، تاريخ دافغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې پخپله غېږ کي له ځان سره لري  .

زموږ دهيوادپه تاريخ کي دنوروتجاوز گرو تريرغلونو وروسته  په  شلمه سليز ه کي زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي  استعمارگرو په افغانستان اوسيمه کښي دخپل سياسي حاکميت دټنگولو لپاره  وسله وال تېری کړ ی،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل  بشپړ سياسي واک زموږ  پرخاوره دډيري مودې لپاره  ټينگ او دايم کړي  .

 د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړې چي دافغان ولس په  بې ساري سرښنده بريالی پا ي ته ورسېده ،دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس  دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان  تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښود .

دخپلواکی گټونکی غازي امان الله خان اوداآزادی دلاري دټولو شهيدانو ياد دي ژوندی اوروح دې ښادوي .

دافغان وياړلې بچی امان الله خان  د۱۹۱۹  زکال دفبروری پر ۲۴  مه پخپله لمړنۍ تاريخی ويناکې چې دکابل ښار دمراد خاني په ميدان  کي یې دکابل اوسېدونکوته وکړه په خپلوخبروکي دبهرنيانونه خپلواکي اوځاني استقلال اعلان کړ  .

امیر امان‌الله د۱۹۱۹م ز کال د فبروری  ۲۸ مه (۹ حوت ۱۲۹۷ ش) سمون لري  ديوې چاپي مفصلې اعلاميې په مټ افغان ولس ته په خطاب کي وويل :… ما هوډ کړی چې افغانستان  لکه دنړی بل  هرهيوادپه کورنيواوبهرنيوچاروکي خپلواک وي .

د زمر ي اته ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه وياړلې ورځ ده چې د دې هيواد دوست او دښمن، افغان ولس او بهرنيان يې نه شي هیرولی او تر ا بده به د تاريخ پاڼې پرې زرينې وي . افغان ولس يې ځکه نه شي هيرولی چې په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان د خپلو نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه د نړۍ د هغه زبر ځواک په مقابل کې بر يا ته ورسيدل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده . په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان او نورو همسنګرانو يې د افغانستان لپاره او د ټول افغان ولس لپاره تاريخ وياړ (خپلواکي) وګټله. ولس يې د انګليس له جال او غلامۍ خلاص کړ او د عزت او ابرو ژوند خاوندان يې کړل .

او دښمن يې ځکه نه شي هيرو لی چې هغوی ته د خپل ظلم، وحشت، بربريت او د دوی د ستر قدرت په مقابل کې د افغانانو او غاز ي امان الله خان مېړانه ور په يادوي . دوی ته خپله هغه ماتې و ر په يادوي چې غيور افغان ولس ورته په ډيرو ساده  وسايلو او نشت امکاناتو ورکړه . دغه ورځ انګليس او د نړۍ پخوانيو او اوسنيو ز برځواکونو ته په يادوي چې افغانان د تاريخ په هيڅ پاڼه کې د پرد يو د غلامۍ په  نوم څه نه لري، افغانان هيڅکله د چا امر ته غاړه نه ږدي او افغانان خپلواک پيدا شوي، خپلواک اوسېدل غواړي او خپلواک به واوسي . دغه ورځ نورې نړۍ ته د عبرت درس ورکوي چې افغانان هيڅکله د سر د پاسه سر نه مني .

په افغانستان کي دټولوملي اوټولنيزوناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوو چي دپاکستان ،ايران اونوروافغان دښمنو لخوا دکورنۍ جگړې شهيدانو پر لمڅی ناستوافغان کورنيو ته دملي اوافغاني غرورهسک ساتلو، دخپلواکی دلاري دشهيدانو اوگټونکودرناوی په موخه ، دهغوي دچيغو،غلبلو،کرږ و اوساندونه په ډکه اوغمجنه فظاکښي دې سرکښ اونه ماتېدونکی ولس ته  دخپلواکی ترلاسه کولود تاريخی اونه هېرېدونکی خاطرې  ژوندی اوتل پاتې ساتلو له امله  دزړه له کومی مبارکي ووايو  .

درنو اوغيرتی  هيوادوالو! دخپلواکۍ سلمه  کليزه مو مبارک  سه!

پرموږ ده چې دافغانستان دغيرتی اوپرخپلواکی مين  بچی غازي امان الله خان ددې شهامت درناوی اونوم  ژوندی ساتلوپه موخه چې خپل ولس یې دانگرايزانو پروړاندي دخپلواکی ترلاسه کولو لپاره راپورته اوهغوي په يوه خوله غاصب استعمارگر ته دخپلواکۍ دترلاسه کولوپه خاطر،عبرت  داسي تاريخي درس ورکړ چې تراوسه  لمسوته هم وايي ((فکردي وی،چې د ا افغان دی  .))

موږ  دخپلو دغوملی مبارزينواوخپلواکی دترلاسه کونکو ددې ملي مبارزې اوتاريخی شهامت يادبايد ابدي اوتل پاتی وساتو .

دافغانستان دخپلواکۍ تر لاسه کولو خاطره دې تل ژوندی اودخپلواکی دلاري دشهيدانو اوقهرمانانوياددې تل پاتی اوابدي وي . وياړپه افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان

وياړدازادی دلار ي په شهيدانوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اوانگريزان ئې له افغانستان څخه په تورمخ وشړل او دژوند په قيمت یې موږ ته خپلواکی ډالۍ کړ  ه .

په سويډن کي  ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې په استازيتوب  حبيب الله غمخور