د خپلواکۍ فکر
Aziz Rahman Hazim
ليکنه:معروف افغان
ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په برخه کې باید دومره ووایو چې د اسلامي شریعت په رڼا کې انسانان مقیده ازادي لري، چې د تعریف له مخې یې انسان یوازې د هغه څه په ترسره کولو کې اختیار لري چې اسلامي شریعت یې ورته د ترسره کولو سپارښتنه کړې ده. په همدې امتداد خپلواکي بیا دا ده چې د همدې امورو په ترسراوي کې څوک په تا بندیز پورې نه کړي.
په افغانستان کې د هېواد په کچه خپلواکي شاه غازي امان الله خان د یوه ځانګړي پروتوکول له مخې له انګرېزانو ترلاسه کړه، چې تر ارواښاد وړاندې بل چا دا جرات نه شو کولی. غازي امان الله خان د افغانستان په معاصر تاریخ کې لوی شخصیت بلل کېږي او باید چې ټول افغانان یې د ملي اتل په نوم وپېژني. د همدې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له غازي سره ګڼ شمېر نورو غازیانو هم مټې بډ وهلې وې چې د هغوی له ډلې یو یې هم د کونړ خان غازي میر زمان خان و، تاریخ د نوموړي په اړه په خپله حافظه کې حقایق لري او ځوانانو ته ښايي چې ځان له دې تاریخه خبر کړي. په افغانستان کې د بېلابېلو حکومتونو په راتګ سره تاریخ هم تغیر کړی او هر چا د خپلې سلیقې مطابق تاریخ لیکلی او محوه کړی دی چې دا زموږ لپاره د بدبختۍ وړ بللی شي.
سږ د ستر غازي امان الله د اعلان شوې خپلواکۍ سلمه کلیزه ده خو له بده مرغه چې په دې یوه پېړۍ کې په ځای د دې چې پرمختګ وکړو، د بدمرغیو له کبله مو څو پېړۍ په شاتګ کړی دی، چې زه یې پړه د واک په لېونیو پورې اړوند بولم. زموږ ځوانان باید دا جرات وکړي چې له دې خپلواکۍ په کلکه دفاع وکړي او د لا خپلواکۍ او ازادۍ لپاره داسې مبارزه وکړي څنګه چې اړتیا لیدل کیږي. ستر غازي امان الله خان تر خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته غوښتل چې هېواد له نړۍ سره سیال کړي؛ نو ځکه خو یې باید له خپلې ټولنې ور هاخوا له نړۍ سره قدم اخیستی وی چې له بده مرغه د (بغدادي پیر)! مریدانو پرې د کفر فتوی ورکړه او پر ضد یې پاڅونونه وکړل، هماغه وو چې نوموړی له هېواده تبعید شو او بالاخره په همدې هجر کې وفات هم شو. هماغه پرمختګونه چې په هماغه وخت کې تخطۍ بلل کېدې او یو شمېر یې واقعا تخطۍ او د ټولنې له اړتیاو ور هاخوا کړنې هم وې، تر ننه د یو شمېر وګړو لپاره تخطۍ بلل کېږي حال دا چې نن ترې سل کاله تېرېږي.
زموږ بدبختي دا ده چې موږ لا هم په سل کاله پخوانیو غلطیو پسې مخ اړوو خو دا نه ګورو چې مخې ته مو کندې راځي که هوارې. زموږ د ملت یوه برخه نن هم ارواښاد غازي امان الله خان ته په بده سترګه ګوري چې دا د یوه ملت لپاره تر ټولو بد حالت بلل کېدلی شي. له پورته ټولو ذکر شویو خبرو دا جوتېږي چې لا هم د ملت له یوې برخې سره د خپلواکۍ فکر نشته او دوی لا هم ځانونه غلامان (ناخپلواک) حس کوي. افغان وګړو ته د یوه ملت په توګه لازمه ده چې که ځانونه ازاد نه بولي کم تر کمه خپلواک خو یې وبولي. د یوویشتمې پېړۍ خپلواکي او ازادي په سیاست او اقتصاد پورې تړلې ده او د همدې پدیدو بنسټونه په زدکړو او ټولنیز چاپېریال پورې اړوند دي. موږ له بده مرغه د غلامۍ په فکر کې دومره ډوب یو چې خپل چاپېریال هم راته پردی ښکاري حال دا چې په همدې چاپېریال کې موږ څه چې زموږ نیکونو هم خاپوړې کړې دي.
د دې لپاره چې افغانان ځانونه خپلواک وبولي او یا هم د ستر غازي په لاس د ګټل شوې خپلواکۍ په ارزښت پوه شي، لازمه ده چې دوی د خپلواکۍ فکر وڅېړي نه د غازي امان الله خان کړنې. نن ورځ چې یو شمېر خلک دغه ګټل شوې خپلواکي او ملي ارزښت غندي، دوی یې علت د غازي یو شمېر ناسمې کړنې بولي، حال دا چې غازي د دوی له خولې هماغه ناسمې کړنې تر خپلواکۍ ګټلو وروسته ترسره کړې دي، نو په کوم دلیل دوی ته دا خپلواکي د منلو وړ نه ده. که دوی وايي چې نه موږ اوس هم مستعمره یو؛ نو دا د دې سبب نه شي کېدلی چې موږ دې د سل کلنې خپلواکۍ ارزښت په اوبو لاهو کړو؛ ستر غازي همدا ویاړ زموږ نیکونو ته وروباښه، اوس دې موږ تکړه شو او د یوویشتمې پېړۍ سره سمه خپلواکي دې خپلو لمسیانو ته ډالۍ کړو. خو زه په ډاډ سره وایم چې زموږ د دور په منتقدینو کې دا جرات نشته چې د خپلواکۍ لپاره دې د یوویشتمې پېړۍ سره سمه مبارزه وکړي.
د لیکنې په پای کې باید یو ځل بیا هم یادونه وکړم چې که غواړو د خپلواکۍ په ارزښت پوه شو، غوره ده چې د خپلواکۍ فکر عام کړو او د دې لوی ارزښت د تردید لپاره باید د یو شخص فردي کړنې په هیڅ قیمت دلیل نه کړو. افغانان د یو مېړني ملت په توګه خپلواک دي او ټوله نړۍ یې د یو خپلواک ملت په توګه پېژني.