کور / راپور / امرالله صالح: کوټه کي آی ايس آی هغه ملايان په نښه کوي چي ډېر سختدريځي نه دي

امرالله صالح: کوټه کي آی ايس آی هغه ملايان په نښه کوي چي ډېر سختدريځي نه دي

په تېرو دريو ورځو کي د کوټي په بېلابېلو سيمو کي درې طالب پلوي افغان ملايان وژل سوي دي.

لومړۍ پېښه د جمعې په ورځ د کوټي په کچلاغ ښارګوټي کي په يو جامع جومات کي د بمي بريد په پايله کي رامنځ ته سوه، چي د افغان طالبانو د مشر ملاهيبت الله د ورور په ګډون ئې څلور کسان ووژل او ګڼ نور ئې ټپيان کړل.

دا پېښه د جمعې د لمانځه پر مهال هغه رامنځ ته سوه، د طالبانو د مشر ملاهيبت الله ورور ملا احمدالله ئې د څلور کسانو سره يوځای وواژه.

ورپسې د شنبې په ورځ  په همدې کچلاغ سیمه کي پر یو بل افغان دیني عالم مرگونی وسله وال برید وسو.

 مولوي محمد اعظم چې د کچلاغ د عثمان بن عفان د جومات امام وو، د مسجد سره نژدې په یو دوکان کي ناست وو چي پر موټرسایکل باندې ناڅرگنده وسله وال راغلل او پر ده ئې ډزې وکړې او ځای پر ځای ئې وواژه.

همداراز  پرون يکشنبه د چاغۍ سيمي په گردي جنگل کیمپ کپ کي پر دیني مدرسې باندې ناڅرگندو وسله والو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو دیني عالم، مولانا میراجان، ووژل سو او د مدرسې د ملا امام په شمول، درې تنه نور ټپیان سول.

که څه هم وروستي وژل سوي کسان په طالبانو کي ډېر نفوذ نه لاره خو ويل کېږي چي پاکستان اوس غواړي هغه کسان ووژني چي ډېر سختدريځي نه دي.

په دې هکله د افغانستان د استخباراتو پخوانی رئيس او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي د اشرف غني لومړی مرستيال امرالله صالح وايي: “داسې معلومیږي چي د آی اېس آی سخت دریځي طالبان اوس د آی اېس آی هغه طالبان چي ډېر سخت دریځي نه دي، وژني.”

طالبانو ويلي چي ددوی د مشر ملاهيبت الله د ورور وژل کېدل به د دوی او امريکا پر خبرو کوم اغېز ونه کړي.