کور / #PTM / ترهګر پوځ شمالي وزيرستان ته د منظور پښتين پر ورتګ بنديز لګولی دی

ترهګر پوځ شمالي وزيرستان ته د منظور پښتين پر ورتګ بنديز لګولی دی

پاکستاني ترهګر رياست د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين او د هغه پر پلويانو وزيرستان ته پر ورتګ بنديز لګولی دی.

منظورپښتين غوښتل چي شمالي وزيرستان ته ولاړ سي او هلته د خلګو سره د نژدې وګوري، خو د ترهګر رياست لخوا وويل سول، چي وزيرستان ته يواځي هغه کسان تللای سي چي د هغه ځای اوسېدونکي وي او له هغوی پرته چاته اجازه نه ورکوي چي وزيرستان ته سفر وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز وايي، د غورځنګ مشر منظور پښتین څو ورځي وړاندې په واڼه کي په یوه جرګه کي اعلان کړی و چي شمالي وزیرستان ته به سفر کوي او ښایي هلته د غورځنګ ملګري لاریون هم وکړي.

ثنا اعجاز وایي، د غورځنګ له دې اعلانه سملاسي وروسته چارواکو شمالي وزیرستان کي د قانون ۱۴۴ ماده پلې کړه او هلته یې پر سفر بندیز ولګاوه.

ترهګر رياست هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ فعاليتونه ودروي او په دې لړ کي ئې د پي ټي ايم فعالان نيولي او ځيني نور ئې وژلي دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي  دپوځ لخوا د پي ټي  ايم پر کاروان بريد وسو چي په ترڅ کي ئې ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونو نور ژوبل سول.

د دغه پېښي وروسته ترهګر پوځ په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي محسن داوړ او علي وزير ونيول چي تراوسه پوري ئې په زندان کي اچولي دي.

د غورځنګ فعالان وايي، چي ددوی مبارزه په زندانونو او تشدد له منځه نه ځي بلکي لا به پياوړې کيږي.