کور / د ډيورنډ کرښه / خيبر پښتونخوا: دسړک غاړي ماين چاودني څلور کسان وژلي او ۲۴ نور ئې ټپيان کړي دي

خيبر پښتونخوا: دسړک غاړي ماين چاودني څلور کسان وژلي او ۲۴ نور ئې ټپيان کړي دي

تېره شپه د خيبر پښتونخوا په بره دېر سیمه کي د سړک غاړي ماين چاودني څلور کسان وژلي او ۲۴ نور ئې ټپيان کړي دي.

پېښه د يکشنبې په ماښام د بره دېر په ګوما ډنډ کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي د يو ګاډۍ د سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وو.

د راپورونو له مخي په پېښه کي څلور تنه وژل سوي او ۲۴ نور ژوبل دي چي د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دی.

د پېښي مسؤوليت تحريک طالبان پر غاړه اخيستی دی او ويلي ئې دي چي په دې چاودنه کي ئې د امن کمېټې غړي وژلي دي.

ځايي خلګ وايي، چي وژل سويو کسانو بدي هم درلوده .

له دې وړاندي هم په سيمه کي ورته چاودني رامنځ ته سوي دي چي پکي ملکي کسانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

ځايي خلګ پوځ په دې تورنوي چي په ښکاره وسلوالو ته اجازه ورکوي چي تګ راتګ وکړي او عام خلګ د ستونزو سره مخ کړي.

.