کور / راپور / په کندهار کي د اسيا په کچه دريم لوی بيرغ ځوړند سو

په کندهار کي د اسيا په کچه دريم لوی بيرغ ځوړند سو

تېره شپه ماښام د کندهار ولايت مقام کي د اسيا په کچه دريم ستر بيرغ ځوړند سو.

دغه بيرغ چي اوږدوالۍ ئې شاوخوا سل متره ښودل سوی د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي پورته کړل سو.

د بيرغ د پورته کولو مراسمو کي ګڼ شمېر ځوانانو، قومي مشرانو، دولتي چارواکو او مدني فعالانو ګډون درلود.

د کندهار والي حیات الله حیات په دغه مراسمو کي وویل ،چي دغه بیرغ د هیواد په کچه لوی بیرغ دی او د نړۍ په کچه دریم لوی بیرغ دی. د نوموړي په وینا، د دغه بیرغ اوږدوالی ۴۵ متره او پراخوالی يې ۳۵ متره دی.
نوموړي زياته کړه، چي افغانانو د خپلو سرونو په قربانۍ سره دغه بيرغ رپاند ساتلی دی.

ښاغلي حيات وويل، د بيرغ د ساتني او حق ادا کولو لپاره به په ګډه هلي ځلي کوو چي په کندهار کي فساد له منځه يوسو ، قانوني واکمني راولو، کار اهل کار ته وسپارو،  د پوهني او  روغتيا په برخه کي به خپل کوښښونه جاري وساتو.

حيات الله حيات پر ټول ولس ږغ وکړ چي د فساد په مخنيوي کي دده سره همکاري وکړي.