کور / راپور / د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ په کندهار کي د هیواد په کچه لوی بیرغ  پورته سو

د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ په کندهار کي د هیواد په کچه لوی بیرغ  پورته سو

د یکشنبې په ماښام د کندهار ولایت مقام په انګړ د کندهار والي حیات الله حیات، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان، د ملي امنیت رئیس، د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ولایتي شورا غړو او د کندهار یو شمیر مشرانو په ګډه د هیواد په کچه سل متره لوړ بیرغ پورته کړ.

د بیرغ پورته کولو په مراسمو کي د کندهار والي تر وینا وروسته د ازادۍ لپاره ځانګړې سوې ترانه، شعرونه، تمثیلي پارچه، اتڼونه او اورلوبه هم ترسره سوه، چي د لیدلو لپاره یې د ولایت مقام مرستیالانو، سکتوري رئیسانو، د ټول دولتي ادارو مامورینو، ولسوالانو، د ښار او ولسوالیو څخه زرګونو سپین ږیرو، ځوانانو، ښځو او نورو برخوالو ګډون کړی وو.

په جوړو سوو مراسمو کي کندهار والي حیات الله حیات د هیواد د خپلواکۍ د سلمي کلیزي او ۱۰۰ متره لوړ بیرغ په اړه وینا وکړه او په خپله وینا کي شاه غازي امان الله خان د وخت هوښیار او مدبر رهبر یاد کړ، چي د عصري او پرمختللي افغانستان لپاره یې په هره برخه کي بې ساري ګامونه واخیستل او  نه یې یوازي هیواد د انګریزي ښکیلاک څخه خلاص کړ تر څنګ یې نورو ملتونو ته هم د ازادۍ اخیستلو روحیه ورکړه، چي وروسته هغوي هم ازادي تر لاسه کړه.

کندهار والي وویل: د کندهار ولایت مقام په انګړ کي سل متره لوړ بیرغ پورته کول هغه ژمنه تازه کوي، چي موږ به تل خپله خپلواکي ساتو او نه یوازي، چي د خپلو نیکونو او پلرونو ترلاسه کړي ویاړونه به ساتو همدارنګه به د دوي پر قدم، قدم ایږدو.

حیات الله حیات پر ولس ږغ وکړ، چي په یووالي سره به د فساد په وړاندي مبارزه کوو، کار به اهل کار ته وسپارو، د زور او ظلم مخه به نیسو او د قانون حاکمیت به خپل لومړیتوب ټاکو تر څو اصلاحاتو ته لار هواره سي او یووالي قایم سي.

ښاغلي حیات له ولس وغوښتل، چي پدې اساس حالت کي دي د خپل نظام بقاء او ملي ګټو ساتلو ملاتړ وکړي تر څو خپل تاریخ مو ژوندي ساتلي وي او د دښمن هر ډول پلان مو شنډ کړي وي.