کور / راپور / فضل الرحمن: د حکومت ضد احتجاج کي به اسلام اباد ښار وتړو

فضل الرحمن: د حکومت ضد احتجاج کي به اسلام اباد ښار وتړو

د پاکستان د مخالفه سياسي ګوندونو ايتلاف وايي، چي حکومت پر ضد به لاريون کوي او په دې لاريون کي به اسلام اباد ښار وتړي.

د مخالفه ګوندونو ايتلاف تېره ورځ يوه خبري کنفرانس کي خبرداری ورکړ، چي دوی به د حکومت د سياسي تګلاري ، اقتصادي پلانونو پرضد احتجاج وکړي او اسلام اباد به وتړي.

ددغه اېتلاف مشر فضل الرحمن وايي، چي حاکم تحريک انصاف ګوند د مالي حساب په پلمه خپل سياسي رقيبان نيسي او زندان ته ئې اچوي.

د اسلام اباد د تړلو د نېټې په اړه ځکه لا تر اوسه موافقه نه سوې چي د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف او د پاکستان د پیپلز ګوند چيرمن بلاول بوټو زرداري په کي ګډون نه وو کړی.

مطبوعات وايي، هغه زیاته کړه مخالفو مشرانو پرېکړه وکړه چي ټول په ګډه په پلازمېنه کي لاریون کوي او د اسلام اباد تړل به د حکومت په تابوت باندې د یو وروستي میخ لګول وي.

فضل د لومړي وزیر عمران خان په حکومت باندې تور پورې کړ چي کشمیر یې خرڅ کړی او په کشمیریانو باندې یې له شا د چاړې ګوزار کړی.

سياسي مخالفين وايي، چي اوس پاکستان په سياسي او اقتصادي ډګر کي د ډېرو ننګونو سره مخ دی او په دې برخه کي د حکومت پاليسيو هيڅ کار نه دی ورکړی.