کور / راپور / ترهګر رياست په پېښور کی ګڼ کسان د افغانستان د خپلواکۍ لمانځلو په تور نيولي دي

ترهګر رياست په پېښور کی ګڼ کسان د افغانستان د خپلواکۍ لمانځلو په تور نيولي دي

تېره ورځ پاکستاني پوليسو د محکوم وطن په پېښور ښار کي ګڼ کسان په دې تور نيولي دی چي ولي ئې د افغانستان بيرغ د ځان سره اخيستی وو.

د اګسټ ۱۹ نېټه چي د افغانستان  د خپلواکۍ ورځ ده په همدې مناسبت په پېښور کي ګڼو کسانو د خپل هيواد ملي بيرغ پورته کړی وو او دا ورځ ئې لمانځل چي د پاکستاني پوليسو لخوا ونيول سول.

پاکستانی رياست وايي، چي نیول سويو افغانانو د هېواد د استقلال ورځ په مناسبت د افغانستان بېرغونه پورته کړي وو او په موټرو کي او په موټرسایکلو سواره پر سړک روان وه.

د بشري حقوقوکمېسون وايي، چي د پاکستاني پوليسو دا کړنه د غندلو ده او هيڅوک حق نه لري چي د خپل هيواد د بيرغ په رپولو سره ګرفتار سي.