کور / راپور / اشرف غني: پر هيوادوالو ږغ کوم چي داعشي فکر لرونکي کسان رسوا کړئ

اشرف غني: پر هيوادوالو ږغ کوم چي داعشي فکر لرونکي کسان رسوا کړئ

افغان ولسمشر تېره ورځ د په دارالامان ماڼۍ کي د خپلواکۍ د جشن لمانځلو پر مهال وويل، چي د افغانستان دښمنان غواړي ددې هيواد درې رنګه بيرغ په تور بيرغ بدل کړي.

ښاغلي غني وويل، چي د افغانستان د دښمنانو دا ارمان به هيڅکه هم پوره نه سي.

نوموړي وويل: موږ له خپل درې رنګه بیرغ او ملي نښانه کلکه دفاع کوو، زه نن له خلکو سره د غم پر ټغر ناست یم، په خورا جدیت ژمنه کوم چي داعش او ترورېستان به له منځه یوسم او ملاتړي به یې د غم پر ټغر کښېنوم.

ښاغلي غني پر خلګو ږغ وکړ، چي هغه کسان رسوا کړي چي داعشي فکر لري او د هغوی په افشا کولو سره دي د حکومت مرسته وکړي.

تېره اونۍ په کابل کي د واده پر مراسمو ځانمرګي بريد ۶۳ کسان شهيدان کړل او تر ۱۸۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ددغه بريد پړه داعش وسلوالي ډلي پر غاړه واخيسته.

که څه هم طالبانو دا بريد وغندۍ او دا ئې يو وحشيانه عمل ياد کړ، مګر افغان ولسمشر طالبان په دې تورنوي چي د وحشيانه حملو بنسټ همدوی ايښی دی او د پېښي په غندلو سره طالبان برائت نه سي ترلاسه کولای.

ښاغلي غني د محکوم وطن له پښتنو هم وغوښتل چي په ها غاړه کي د تروريستانو ځالي او پټنځايونه نړيوالو ته ورپه ګوته کړي.