کور / سياسي / پولیس د ټولنې خدمتګار شعار بایدپه عمل بدل شي

پولیس د ټولنې خدمتګار شعار بایدپه عمل بدل شي

ليکنه: محمد روښان ښاد

 پوره څلوېښت کاله کېږي چې په وطن کې جنګ روان دی او زموږ خلک له جنګ، بې ثباتۍ، ناامنۍ او بې قانونۍ څخه ځورېږي. دا په لویه کې د دولت، حکومت او په ځانګړي ډول د ملي پولیسو دنده او مکلفیت دی چې د ټولنې نظم، ثبات او د قانون حاکمیت ته باید جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې ملي پولیس هره ورځ له خلکو او ټولنې سره په تماس کې دي، نو د دې اړتیا ده چې د دوی دا شعار چې پولیس د ټولنې خدمتګار باید په عمل بدل شي.

زموږ ولسونه او خلک باید په عمل کې دا وویني او له زړه څخه دا ومني چې پولیس د ټولنې خدمتګار دی، تر هغو چې دغه شعار په عمل بدل نه شي او خلک یې ونه ویني، نو په تش شعار به نه پولیس د ولس زړه ته لاره پیدا کړي او نه به هم د ولس باور ور خپل کړي.

په دې کې شک نشته چې زموږ ملي پولیسو د وطن د دفاع او ساتنه کې سختې قربانۍ ورکړي او لا یې هم ورکوي، ځکه موږ ډېرې داسې بېلګې او مثالونه لرو، چې زموږ ملي پولیسو د خپلو خلکو د ژغورنې په موخه په انتحاریانو غېږې ور چاپېرې کړي، هغوی یې په غېږ کې نیولي، ځان یې خطر ته ورکړی، مګر خپل ولس یې ژغورلی دی.

د  یو واکمن، بې طرفه او د باور وړ ارګان په توګه دپولیسو مسلکي توب، هغه معیارونه دي چې د قانون تطبیق، د جرمونو د کچې ټيټوالي، د مجرمنیو نیولو او د خلکو د ستونزو په حل کې  ملي پولیس اساسي مرسته کولی شي.

 پولیس باید له قومي او تنظیمي ډلو راووځي او په ټوله معنى ملي شي او په مذهبي اخلاقو سمبال وي، له زړه نه اساسي قانون ومني، د ټولنې له دود او دستور نه خبر وي، خپله دنده یې په شعوري  ډول زده کړې، له خپلې ټولنې سره دیو امانت کاره په توګه په اړیکه کې وي او ځان د یو قانوني نظام دحکمونو پلی کوونکی وګڼي، د همدې لپاره د ملي یووالي حکومت او کورنیو چارو وزارت خپل فعالیت او اصلاحات پیل کړي دي، خو دې موخې ته رسېدل وخت ته اړتیا لري.

 باور دی چې د پولیسو په لیکو کې پیل شوي اصلاحات به د دې لپاره بنسټ جوړکړي او د دې حرکت لوری به وټاکي، ځکه ولسمشر غني په دې برخه کې جدي او حکومت ورته ژمن دی چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او دهغې په پلي کولو کې ځواب ورکوونکی وي.

د پولیسو او خلکو تر منځ داړیکو روڼتیا او دپولیسو د دندې له اجرا کولو نه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه باید په میاشتني ډول دخلکو له لوري څارنه وشي. تر هغې چې موږ وکولای شو ثابته کړو چې پولیس دیو ولسواکه نظام د ټینګولو وسیله ده، نه دحکومت له لوري دخلکو د ځورولو وسیله او یا هم د قانون نه د تښتېدو او ملوک الطوایفی وسیله.

ملي پولیس چې اوس خپلې اصلي دندې ته ور ګرځېدلي دي باید په مسلکي بڼه وروزل شي، ځکه چې له یوې خوا پولیس هره ورځ له عامو خلکو سره په اړیکه کې دي، نو د دې لپاره باید دوی ته دا ور زده کړل شي چې له عامو خلکو سره څه وړ چلند وکړي؟