کور / راپور / اشرف غني: زموږ امنیتي ځواکونه دمعاملې وړ نه دي، د سولې رهبري زموږ سره ده

اشرف غني: زموږ امنیتي ځواکونه دمعاملې وړ نه دي، د سولې رهبري زموږ سره ده

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي د سولي د رهبرۍ او مالکيت کيلي د افغان دولت سره ده او بايد د سولي خبري اتري ددوی سره وسي.

ښاغلي غني چي نن د پوليسو د سوق او ادارې په مرکز کي جوړي سوي غونډه کي وينا کول وويل، افغانستان د چا هدیه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنوبچیانو په وینه ساتل سوی ا وسله وال پوځ باید دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره دامن ځانګو وساتي.

هغه وویل سوله د هیواد یوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کي د تغییر لامل نه ګرځي.

اشرف غني دپوځ مشرانو اؤ زلمیو ته په مخاطبه وویل “ستاسې په خاطر د سولې په مذاکراتو کي په قوي دریځ کي یو او دسولې تامین پورې په ټول قوت سره جنګ ته دوام ورکړئ”

هغه په پوځ غږ وکړو چي، داعش او ټول تروریستان چي په هر ځای کي وي باید وئ ځپئ، محوه او له منځه یې یوسئ او دخلکو په مرسته هغوی له خپلو غارونو څخه رابهر کړئ.

ښاغلي غني زياته کړه: “جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې دمعاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري زموږ سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید و شرط پرته وو، خو سوله په قیدو شرط سره ده”

ولمسشر غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي چي طالبان د امريکا سره يوې هوکړي ته نژدې سوي دي او تمه ده په نژدې راتلونکي کي يوه توافقنامه لاسليک کړي.

طالبانو په وار وار ويلي، چي د افغان دولت سره مذاکراتو ته نه کښېني .

.