کور / راپور / کرکټ بورډ د بنګله دېش او زمبابوۍ سره د سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د بنګله دېش او زمبابوۍ سره د سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

افغان  کرکټ بورډ د بنګلدېش او زمبابوۍ پر وړاندي د ټسټ او شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ وايي چي د ټېسټ لپاره ۱۵ او درې اړخیزه شل اوريزه سیالیو لپاره ۱۷ لوبغاړي غوره سوي دي.

د ټسټ لوبو افغان لوبغاړي

دغه سيالۍ به د بنګلدېش هيواد کي ترسره کيږي او د همدغه هيواد پر وړاندي به افغان لوبډله  يواځينۍ ټيسټ لوبه د سپټمبر پر ۵ نېټه پيل کړي او د سپټمبر تر ۹ نېټې به دوام ولري.

په شل اوریزو سیالیو کي د افغانستان لومړۍ لوبه د سپمټبر پر ۱۴مه د زیمبابوۍ، د همدې میاشتې پر ۱۵مه د بنګله دېش، پر ۲۰مه بیا له زېمبابوۍ، پر ۲۱مه نېټه له بنګله دېش او همدارنګه د سپمټبر میاشتې پر ۲۴مه پایلوبه تر سره کيږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مسؤلین وايي، چي د بنګله دېش پر وړاندې یوازینۍ ټیست لوبډله کي د راشد خان په لوبډلمشرۍ احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظهير خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ شامل دي.

د شل اورېزو لوبو لوبغاړي

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د معلوماتو له مخې رحمن الله ګربز شاهدالله کمال، فضل نیازی او نوین الحق هغه ځوان لوبغاړي دي چي د لومړي ځل لپاره په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کي ګډون کوي.

د شل اوریزه لوبو په لوبډله کي هم د لوبډلمشر راشد خان په ګډون اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب تره کی، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، شفيق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت، ګلبدین نایب، فريد احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوين الحق شامل دي.

د دې ترڅنګ ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، سید احمد شېرزاد، ظهیر خان پکتین او شاپور ځدراڼ بیا هغه لوبغاړي دي چي د لومړي ځل لپاره په نړیوالو ټسټ لوبو کي ګډون کوي.