کور / راپور / په بلجيم کي د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

په بلجيم کي د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

تېر شپه د بلجیم هیواد په انتورپین ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلېزه د ېوې سترې غونډې او مشاعرې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په یاده غونډه کې په بلجیم کې افغانستان اسلامي جمهورېت سفیر نظیف الله سالارزي تر څنګ له فرانسې او هالنډ څخه هم ګډنوالو برخه اخستې وه.

غونډه قاري حسين احمد د قران شریف په څو ایتونو پیل کړه، ورپسې ملي سرود وغږول شو، وروسته د سلمان افغان له خوا د افغانستان ملي ترانه وويل شوه وروسته په انتورپین ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنې مشر جاوید احمدزي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، په وار سره د افغانستان اسلامي جمورېت سفیر نظیف الله سالازي ګډنوالو ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې مبارکۍ ويلو تر څنګ د خپلواکۍ په ارزښت خبرې وکړې؛ او ګډونوالو ته يې په کابل کې د تيرې ورځې د خونړي بريد په اړه تسليت ووايه.

ورپسې د غوڼډې مشرانو ګډنوالو ولي نورزي، نظيف الله نهضت ، مالک بازي او معلم جبارخېل او امان الله ساپي د خپلواکۍ په اړه مقالي او ارزښتناکي خبرې وکړې.
وروسته مشاعره پيل شوه چې په کې په وار سره تاج محمد جبارخېل ، شمس الرحمن محبت ، زاهد ارمان،  پرويز هوتک ، قلم سهار ، واعظ عالمي، نورعلي يار، زاهدلله رښتين ، سهيل خان شينواري، فهيم نعمي ، عنايت الله ميراني، او جابر منظر شعرونه وويل د يادولو وړ ده چې دغونډې ټولو ګډونوالو ته په انتورپين ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنې له خوا ماښامنی هم برابر شوی ؤ، غونډه په ملي اټن او ولولو سره پای ته ورسېده.

راپور: ج. منظر