کور / راپور / ټرمپ: د سولي پر پلان کار روان دی، خو مالومه نه ده چې ما او طالبانو ته به د منلو وي که يا

ټرمپ: د سولي پر پلان کار روان دی، خو مالومه نه ده چې ما او طالبانو ته به د منلو وي که يا

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټمپ وايي، چي د سولي پر پلان کار روان دی خو مالومه نه ده چي ايا دا پلان ما يا دوی (طالبانو) ته د منلو دی که يا.

ټرمپ چي تېره ورځ ئې په سپينه ماڼۍ کي د افغانستان په تړاو خبري کولې يوځل بيا وويل، چي په دلته دوی په يوه اونۍ کي جګړه ګټلای سي، خو نه غواړي چي په مليونونو افغانان ووژل سي.

نوموړي وويل: ‘’ما وړاندي هم ويلي او اوس هم وايم چي موږ د افغانستان جګړه په يوه اوونۍ کي ګټلای سو، خو دا به د مليونونو انسانو د وژلو په مانا وي، خو زه نه غواړم چي داسي وسي”.

ټرمپ د افغان سولي په تړاو وويل، چي دوی خبري رواني کړي دي او د پرمختګ څرکونه ئې مالومېږي، خو دا لا جوته نه ده چي ايا دا خبري به ما يا دوی ته د منلو وړ وي که يا.

هغه وويل: ” موږ بېلابېلي لاري په مخ کي لرو، د هغو  څخه پر یوې لارې اوس موږ کار کوو، موږ په یو پلان باندې خبرې کوو. ماته نه ده مالومه چي پلان به ما ته د منلو وړ وي او که نه او کیدای سي هغوی (طالبانو) ته هم د منلو وړ نه وي. خو موږ خبرې کوو او ډېرې ښې خبرې کیږي، وبه  ګورو چي څه نتیجه ترې راوځي”.

ټرمپ دا هم وويل:”طالبانو ته پکار ده مونږ سره جنگ ختم کړي. دوي ډیر زیات تاوان کړی دی. خو موږ به ګورو چي وړاندې څه کیږي”.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي چي د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبري هم پيلېدونکي دي.